کندهار: سپین بولدک کې ۳۰ بستریز روغتون پرانیستل شو

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول دغه روغتون د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد، د اقتصاد وزیر، ښاغلي قاري دين محمد حنیف، د کندهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي محمد آدم مسلم او ورسره مل پلاوي په شتون کې پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د عامې روغتیا وزیر، […]

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول

دغه روغتون د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد، د اقتصاد وزیر، ښاغلي قاري دين محمد حنیف، د کندهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي محمد آدم مسلم او ورسره مل پلاوي په شتون کې پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د یاد روغتون د پرانیستې پرمهال وویل، معیاري روغتیايي خدمتونو ته د هېوادوالو لاسرسی، د هېواد په سپینو ساحاتو او ولسوالیو کې د روغتونونو او روغتیايي مرکزونو جوړول د روغتونونو ارتقاء د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړول هغه موارد دي، چې عملآ اوسمهال پرې کار جریان لري.

ښاغلي وزیر همداراز وویل، کندهار ولایت ١٩ ولسوالۍ لري، چې یوازې د ولسوالۍ په کچه (DH) یو روغتون لري او پاتې ۱۸ ولسوالیو کې د ولسوالۍ په کچه روغتون شتون نه لري، همداسې د ټول هېواد په ۹۰ ولسوالیو کې د ولسوالۍ په کچه (DH) روغتونونه شتون لري او پاتې نورو ولسوالیو کې هېڅ د ولسوالۍ په کچه روغتون شتون نه لري؛ خو د عامې روغتیا وزارت په پلان کې لري چې د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د ولسوالۍ په کچه روغتونونه جوړ کړي.

ښاغلي وزیر زیاته کړه: ( د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت په تېرو دوو کلونو کې له ٣٠٠ زیات روغتونونه جوړ کړي دي چې دغه لړۍ لا هم دوام لري.)

نوموړي همداراز د هېواد په نورو نېږدې او لېرې پرتو سیمو کې په روغتیايي برخو کې د پرمختګ او ځان بسیاینې په اړه معلومات وړاندې کړل او و یې ویل: ( د عامې روغتيا وزارت تېره ورځ په باميان ولایت کې ٢٣ روغتیايي ځالې/مرکزونه پرانیستل او همدارنګه په فراه ولایت کې ٧ روغتیايي مرکزونه پرانیستل شو او ډېر ژر به په سپين بولدک کې د ولسوالۍ په کچه (DH) روغتون جوړ کړو، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله لخوا بودیجه هم ورته منظوره شوي ده.)

ښاغلي وزیر همداراز د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړول د خپلو لومړیتوبونو څخه وګاڼه او و یې ویل، موږ له ٣٠٠ څخه زیات روغتیاپالان بهرنيو هېوادونو ته د تخصصي برنامو لپاره لېږلي دي، چې ګران هېواد ته به د خدمت جوګه و ګرځي.

ښاغلي وزیر په وروستۍ برخه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله سره د لیدنې اړوند معلومات وړاندې کړل او و یې ویل، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله سره مو ملاقات وکړ، ټولو وزیرانو ته يې همدا توصیه کوله چې د خپل ولس خدمت وکړئ، همدا نن د خدمت وخت دی.

د یادونې وړ دی، د بېړنیو پېښو د درملنې یاد روغتون د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ جوړ شوی، چې بېړنیو خدمتونو د خلکو د لاسرسي ښه کول، بېړنیو ناروغانو ته پر وخت د خدمتونو وړاندې کول او هغه مسافر چې د چمن له فرضي کرښې څخه تېرېږي د اړتیا وړ روغتیايي خدمتونه به په دې روغتون کې ورته ترسره کېږي.