کندهار : سپین بولدک ولسوالۍ کې د فقهي مجالسو علماء کرامو پرتمینه غونډه دائره کړه

د روا ن(۱۴۴۲هـ ق) کال د ذوالحجې میاشتې په (۱۶) نېټه د بولدک په مرکزي جامع مسجد کې د شاوخوا ساحوي مجالسو علماء کرامو یوه ستره او پرتمینه غونډه دائره کړه .  یاده غونډه  د مرکزي دارالافتاء ، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمېسیون د جنوب غرب حوزې د مرستیال مولوي حافظ محمد حامد صاحب او […]

د روا ن(۱۴۴۲هـ ق) کال د ذوالحجې میاشتې په (۱۶) نېټه د بولدک په مرکزي جامع مسجد کې د شاوخوا ساحوي مجالسو علماء کرامو یوه ستره او پرتمینه غونډه دائره کړه .

 یاده غونډه  د مرکزي دارالافتاء ، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمېسیون د جنوب غرب حوزې د مرستیال مولوي حافظ محمد حامد صاحب او ورسره مل هیئت په مشرۍ کې دائره کړل شوه .

په همدې غونډه کې د بولدک ولسوالۍ علماء کرامو ، سوداګرو ، مخورو ، سپین ږيرو ، مجاهدینو او ګڼ شمېر مخلصو مسلمانانو برخه  درلوده .

یاده غونډه پر لاندې دوو نشستونومشتمله وه :

اول نشست :

چې پیل یې د قران کریم په څو مبارکو ایاتونو سره وشو، پر  (۵) پنځو  بجو پیل شو او د مازدیګر تر لمانځه پوري یې دوام وکړ. په همدې نشست کې د یاد کمېسیون مرستیال  د روانو حالاتو په اړه  د (والذین جاهدوا فینا لنهدینهم سبلنا) پر مبارک  آیت او د ( العلماء ورثة الانبیاء …) پر مقدس حدیث باندې مفصله ، مدللـه ، هراړخیزه او موثره وینا واوروله ، له علماء کرام څخه یې مننه وکړه چې په د ې سختو او حساسو حالاتو کې خپل فعالیتونه پر مخ بیايې ، علماء کرام یې د ذکر شوي حدیث مطابق دټولنې رهنمایان ، د هدایت ستوري ،د انسي شیطانانو شړونکې ،د ټولنې  د هر درد او رنځ دوا وبلل ، زیاته یې کړه :” څرنګه چې په دې سیمه کې د شلو کلونو په دوران کې داسي واکمنان تېر شوي چې دین ته یې هیڅ اهمیت نه ورکاوه ، د ځوان نسل ذهنونه  د کفارو او د وخت د واکمنانو له لوري دومره تخریب شوي چې پر اسلام اود اسلام  پر اصولو باندې داسي اعتراضات کول کېږي چې د کفر لامل ګرځي ، د همدې تخریب شویو اذهانو تنویر د علماء کرامو وظیفه ده .

څرنګه چې په سیمه کې د قومیت او عصبیت پاللو  منحوس او پلید رنځ  له وختونو څخه دود دی او اوس د سیمي خلک د مجاهدینو په اړه هم داشک کوي چې ګواکي ــــ خدای جل جلاله مه کړه ـــ دوی به هم  لکه تېر چارواکي په سیمه کې له خلکو سره چلند د قومیت پر بناء  کوي ، د همدې رنځ درملنه او په دې اړه خلکو ته دامارت دريځ او د اسلام ارشادات ورفهمول د علماء کرامو دنده ده ، دوی باید خلک پوه کړي چې په امارت کې قومیت هیڅ ځای نه لري ، که هرڅوک د دې جرم مرتکب کېږي علماء کرام به یې تر لاس نیسي او محکمې ته به یې راکاږي ؛ ترڅو د قومیت پاللو بدبویې له منځه ولاړه شي او د ټولنې وګړي د ورورګلوۍ په فضاء کې خوښ ژوند وکړي .

څرنګه چې اسلامي امارت عمومي عفوه کړې بناءً علماء کرام چې د کابل د اجیري ادارې له کارکوونکو سره په هره بڼه تعارف او د دوی په مینځ کې نفوذ لري  باید د اجیري ادارې په لیکو کې کارکوونکي پوه کړي ، له دې ناروا لارې یې را بېل او د اسلامي  امارت پر ضد له مقاومت څخه یې لاس پر سر کړي ؛ترڅو خلک د همدې عفوې له برکته دومره ګټه تر لاسه کړي لکه د مکې د فتحې له عفوې څخه چې قریشو ترلاسه کړې وه .

نظامي بریا د الله تعالْی په نصرت او دمجاهدینو د بېدریغه قربانیو په نتېجه کې  تر لاسه شوه ، د راتلونکي اسلامي نظام چارې او قرآني قوانین پلي کول د علماء کرامو وظیفه ده، په دې اړه باید علماء کرام ځانونه شاته نه کړي ؛ بلکې باید په دې اړه موثر رول اداء کړي .

علماء کرامو د محترم مرستیال صاحب د وینا ډېر تود هرکلی وکړ ، ژمنه یې وکړه چې د وینا د متن هره جمله به د خپل توان په کچه عملي کوي .

دوهم نشست :

چې پیل یې د کلام الله تعالْی په مبارکو آیاتونو سره وشو ،  د مازدیګر له لمانځه  سمدستي وروسته پیل شو ، په همدې نشست کې تنها علماء کرام برخوال وو ، دوی ته د فقهي مجالسو پر اهمیت ، د فقهي مجالسو پرتاریخي ادوارو (دور نبوي ، دور صحابه ، دور تابعین او …) د فقهي مجالسو پر ضرورت او فوائدو د یاد کمېسیون مرستیال صاحب مفصله او له اثره ډکه وینا واوروله .

ورپسې د کندهار ولایت د فقهي مجالسو رئیس مولوي محمد اخوندزاده صاحب په یاد ولایت کې د فقهي مجالسو د شمېر ، څرنګوالي ، په فقهي مجالسو کې د حل شویو مسائلو د شمېر ، په مجالسو کې د علماء کرامو د برخې اخستلو او له مجالسو څخه د علمي افادې او استفادې په اړه مفصله وینا واوروله  او زیاته یې کړه چې موږ د کندهار ولایت په ټولو ولسوالیو کې مرکزي فقهي مجالس لرو خو په بولدک کې تر اوسه لا مرکزي فقهي مجلس نه دی جوړ شوی او جوړېدل یې ضروري دي .

علماء کرامو د ده خبرو ته مثبت غبرګون وښود او ژمنه یې وکړه چې ژر تر ژره به مرکزي فقهي مجلس دائر کړو او تفصیلات به یې د ولایتي مسئول له لاري کمېسیون ته ورکړو.

د غونډې په پای کي د روانو تحولاتو په اړه د سیمي د علماء کرامو نظرونه واورېدل شول ، کوم مشکلات چې یې درلودل هغه ور حل کړل شول او د ټولنې او نظام په اړه مشورې ورڅخه وغوښتل شوې چا خپلې مشورې په شفاهي او چا په تحریري بڼه وړاندې کړې مجلس په دعاء سره پای ته ورسېد.