کندهار: د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د اناسټو پوهنتون څخه لیدنه وکړه

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۴) د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت اداري او زېربنا رئیس قاضي عبدالعزیز عزیزي او ورسره مل پلاوي یې کندهار ته د خپل سفر په ترڅ د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) څخه له نژدې لیدنه وکړه، چي پر مهال یې د اناسټو پوهنتون رئیس پوهنیار ثناءالله ارغستاني، […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۴) د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت اداري او زېربنا رئیس قاضي عبدالعزیز عزیزي او ورسره مل پلاوي یې کندهار ته د خپل سفر په ترڅ د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) څخه له نژدې لیدنه وکړه، چي پر مهال یې د اناسټو پوهنتون رئیس پوهنیار ثناءالله ارغستاني، مالي او اداري چارو مرستیال انجنیر عبدالعزیز اماني او د رهبرئ مسؤلینو یې ملتیا کول.

د لیدني په پیل کي د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون رئیس پوهنیار ثناءالله ارغستاني د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته خوښي یې وښوده، چي د لوړو زده کړو وزارت څخه مسؤلین وخت په وخت د اناسټو پوهنتون څخه لیدنه کوي او د ستونزو اورېدو په موخه له دوی سره ګوري، د دې ترڅنګ یې زیاته کړه، چي د اناسټو پوهنتون پخوانی ترنک فارم ماسټر پلان په ښه ډول سره مخي ته ځي او په یو شمېر برخو کي یې له یاد پلاوي سره غوښتني او ستونزي شریکي کړې.

ورستیو کي د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت اداري او زېربنا رئیس قاضي عبدالعزیز عزیزي د اناسټو پوهنتون مسؤلینو ته ډاډ وړاندي کړ، چي د دوی ټولي ستونزي، غوښتني او وړاندیزونه به تر لوړو زده کړو وزارت پوري رسوي او د حل په موخه به یې خاصه توجه کوي.