کابينې ديارلسمه غونډه کې؛ پر مهمو مسائلو بحث او پریکړې وشوې

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې دیارلسمه غونډه د رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه (رجب المرجب ۳مه/ مرغومي ۲۵مه) نېټه ترسره شوه او په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې. دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، په کې د مهاجرینو عالي کميسيون ته دنده وسپارل […]

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې دیارلسمه غونډه د رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه (رجب المرجب ۳مه/ مرغومي ۲۵مه) نېټه ترسره شوه او په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، په کې د مهاجرینو عالي کميسيون ته دنده وسپارل شوه چې هېواد ته د تازه راستانه شويو مهاجرينو د کار، استوګنې او نورو برخو کې ستونزو ته رسېدنه وشي او د حل په اړه دې جدي اقدامات ترسره شي.
په غونډه کې د ټولګټو وزارت د تخنیکي معین مولوي عبدالکریم فاتح په مشرۍ پلاوي ته چې د کابل ښاروالۍ، ټرانسپورټ او هوایي چلند، کلیو او پراختیا، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او کور او ښار جوړولو وزارتونو استازي هم په کې ګډون لري؛ دنده وسپارل شوه چې د هیواد لویو لارو، فرعي لارو او ولایتونو کې د ټولو سرکونو حریم او اندازه معلومه کړي.
همدا راز ټولګټو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د سالنګ لویې لارې په اوږدو کې د باروړونکو موټرو مشکلاتو ته رسیدنه وکړي او ستونزو ته يې د حل مناسبه لاره پيدا کړي.
دا کابينې دا غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.