کابل کې د داعشي ملیشو په ضد د عملياتو راپور

تېره ورځ او شپه د لوی الله ﷻ په نصرت د داعشیانو د يوې مهمې شبکې په ضد د کابل په ختيځ کې د ځانګړو قطعاتو له لوري عمليات ترسره شول، لومړی د داعشیانو دوه مهم کسان ونيول شول، وروسته د کابل ښار اتمې حوزې په مربوطاتو کې د داعشیانو يو پټنځای کشف او ماښام […]

تېره ورځ او شپه د لوی الله ﷻ په نصرت د داعشیانو د يوې مهمې شبکې په ضد د کابل په ختيځ کې د ځانګړو قطعاتو له لوري عمليات ترسره شول، لومړی د داعشیانو دوه مهم کسان ونيول شول، وروسته د کابل ښار اتمې حوزې په مربوطاتو کې د داعشیانو يو پټنځای کشف او ماښام مهال عمليات پرې پيل شول، چې په نتیجه کې یې د داعشي ملیشو شپږ تنه ووژل شول، له‌ دوی څخه کلاشينکوفونه، لاسي بمونه، منفجره مواد او يو عراده کرولا موټر هم تر لاسه شول.

په دې بریالیو عملياتو کې وژل شوي داعشیان ټول هغه مجرمان وو چې د کابل د وزير اکبر خان مسجد، د دشت برچي سيمه کې د کاج په ښوونيز مرکز او د نورو ځينو ملکي سیمو په بريدونو کې یې لاس درلود او د اسلامي امارت د کشفي ارګانونو لخوا پیژندل شوي وو.

په‌ دې عملياتو کې یو مجاهد شهید او یوتن ټپي شو.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۴۴۴/۳/۲۶هـ ق
۱۴۰۱/۷/۳۰هـ ش ــ 2022/10/22م