کابل نړیوال هوایي ډګر کې یو شمیر پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الثاني ۴ د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن یکشنبه د روان لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۶مه نېټه په کابل نړیوال هوايي ډګر کې یوشمېر پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په یادو مراسمو کې پر محترم ملا صاحب سربېره د ترانسپورټ او هوايي چلند […]

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الثاني ۴
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن یکشنبه د روان لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۶مه نېټه په کابل نړیوال هوايي ډګر کې یوشمېر پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په یادو مراسمو کې پر محترم ملا صاحب سربېره د ترانسپورټ او هوايي چلند سرپرست وزیر ملا حمیدالله اخوند زاده، د کابل نړیوال هوايي ډګر مسوولینو، د خصوصي سکټور استازو او یوشمېر ملي سوداګرو او پانګوالو حضور درلود.
محترم ملا صاحب په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، د تېرو ۴۰ کلونو پر مهال د جګړو او ناخوالو له امله د نورو برخو ترڅنګ د هېواد زېربناوو ته هم ډېر زیان رسېدلی، چې له امله یې اقتصاد هم متضرر شوی دی. له فتحې وروسته اسلامي امارت د نورو برخو ترڅنګ د زېربناوو رغولو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده، چې په مختلفو برخو کې د امارتي ادارو فعالیتونه یې ښې بېلګې دي.
د محترم ملا صاحب په خبره، دا د ټولو افغانانو او په ځانګړي ډول د ملي سوداګرو او پانګوالو مسوولیت دی چې د خپل توان مطابق د هېواد په بیارغونه کې برخه واخلي او په هغو برخو کې د پانګونې له فرصتونو استفاده وکړي، چې هغه د افغانانو لومړیتوب دي.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال یادو مراسمو ته وویل، د یو هېواد د پرمختګ لپاره امنیت تر ټولو مهم شرط دی، چې اوسمهال په افغانستان کې سرتاسري امنیت ټینګ شوی او په مختلفو برخو کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر شوي. محترم ملا صاحب په بهر کې پر مېشتو افغان پانګوالو غږ وکړ چې خپل هېواد ته راستانه شي او دلته له خپل ولس سره یوځای د هېواد په آبادۍ او بیارغونه کې په ګډه کار وکړي.
محترم ملا صاحب د اسلامي امارت له لوري ټولو پانګوالو، ملي سوداګرو او صنعتکارانو ته د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ او پر ټولو امارتي ادارو یې غږ وکړ، چې د ملي سوداګرو او پانګوالو بدني او رواني امنیت ته پاملرنه وکړي او ستونزې یې پر وخت حل کړي.
د یادونې وړ ده چې په کابل نړیوال هوايي ډګر کې د لسګونو میلیونو افغانیو په ارزښت د خصوصي سکټور له لوري یوشمېر متوسطې او کوچنۍ پروژې بشپړې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.