‏په  چین کې د ا.ا.ا لوی سفیر د مرکزي اسیا د نفت او ګازو (CAPEIC) چنایي شرکت له مشر سره وکتل

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الثاني ۱۷ یاد شرکت چې په افغانستان کې د آمو دریا حوزې د نفتو د استخراج قراردادي شرکت دی، مشر یې د ا.ا.ا لوی سفیر محترم مولوي اسد الله (بلال کریمي صاحب) ته د چین په ولسي جهموریت کې د رسمي سفیر په توګه د کار پیلولو له امله مبارکي وویله او […]

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الثاني ۱۷

یاد شرکت چې په افغانستان کې د آمو دریا حوزې د نفتو د استخراج قراردادي شرکت دی، مشر یې د ا.ا.ا لوی سفیر محترم مولوي اسد الله (بلال کریمي صاحب) ته د چین په ولسي جهموریت کې د رسمي سفیر په توګه د کار پیلولو له امله مبارکي وویله او هیله یې څرګنده کړه، چې د چین او افغانستان تر منځ د لوړې کچې روابط به د اقتصادي اړیکو د لا غوړیدا او پراختیا په برخه کې اغیزمن ثابت شي نوموړي د آمو دریا د نفتي حوزې د نفتو د استخراج قرارداد مهم یاد کړ او د استخراج له اوسني عملي جریان څخه یې خوښي وښوده. نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت له اړوندو مسئولینو سره یې ښه تعامل ادامه لري او هیله مندي یې وښوده، چې د دواړو خواوو په همغږۍ او همکارۍ سره به یاد قرارداد قدم په قدم له پلان سره سم په موفقیت سره تکمیل شي.
د ا.ا.ا سفیر د نوموړي شرکت رئيس او مل پلاوي ته هرکلی ووایه او د آمو دریا د نفتو د استخراج له روان بهیر څخه د خوښي په څرګندولو سره یې زیاته کړه، چې په مالي مسائلو کې د یاد شرکت د مسئولینو لخوا د شفافیت رعایت کول ستایي، البته نوموړي د دې قرارداد بشپړ بریالي کیدو لپاره ځینې نور موارد اړین وبلل او په دغه ناسته کې یې د یاد شرکت له مشر سره شریک کړل.