مجاهد: ‏د مونیخ په غوڼده کې ښکاره شوی انديښنې بې ځایه دي

د ا. ا.ا ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد پر خپله تویتر پاڼه د مونیخ کنفرانس کې د ۱۲ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډې اعلامیې ته غبرګون ښوودلی او ددوی اندیښنې یې بیځایه بللي دي. نوموړي ویلي: افغانستان له کلونو وروسته امن دی. ـ هیڅ بهرنی ډله دلته شتون نلري اونه هم د فعالیت اجازه […]

د ا. ا.ا ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد پر خپله تویتر پاڼه د مونیخ کنفرانس کې د ۱۲ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډې اعلامیې ته غبرګون ښوودلی او ددوی اندیښنې یې بیځایه بللي دي.
نوموړي ویلي: افغانستان له کلونو وروسته امن دی.
ـ هیڅ بهرنی ډله دلته شتون نلري اونه هم د فعالیت اجازه ورکول کیږي.
ـ د اسلامي امارت په دوه نیم کلن حکومت کې له افغانستان څخه هیڅ کوم هیواد ته تهدید ندی متوجه شوی.‏ـ د مخدره موادو په ضد کوټلي ګامونه اخیستل شوي، کښت يې صفر شوی او دقاچاق سره یې مبارزه روانه ده.
ـ د ښځو په ګډون د ټولو اتباعو حقوق خوندي دي، خلک ځاني، مالي، عرضي او روحی امنیت لري.
ـ د محاکمو دروازې بې له تفکیک او توپیر څخه د افغانانو پر مخ خلاصي دي او حقوقوته یې رسیدګی کيږي.‏ـ هیواد د اقتصادي رفاه په لور حرکت کړی، د کرنسۍ ارزښت ساتل شوی، لوی پروژې پیل شوي، په صحي، تعلیمي او عمراني برخو کې فوق العاده کار شوی اولاهم ښې برنامې تر لاس لاندې دي.
له دغو ټولو پرمختګونو سره سره بیا هم د افغانستان په اړه ناسم تصویر وړاندې کول،‏تشویش خپرول او له افغانستان څخه د تهدید او ویرې احساس پيدا کول، یا د هیوادونو د معلوماتو کمروزي په ډاګه کوي او یا خو ځينې مغرضې کړی په لوی لاس داسې غونډوته ناسم معلوماتو انتقالوي او د افغانستان په اړه ناسم تصویر وړاندې کوي.‏
مجاهد وایي: که توطئه ګر جهتونه هرڅومه ډير پروپاګند وکړي، افغانستان به پرمختګ ته دوام ورکوي او د چا اعلامیو او تشویشونوته منتظر نه پآتې کیږي. ان شاءالله تعالی
مولوي ذبیح الله مجاهد