لوړو زدکړو وزارت د د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې ملي مرکز د جوړولو کار پیل کړ

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۲۶ ‏د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه د ۴۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې ۲۵۰ بستریز ملي مرکز د جوړولو کار پیل شو. د کابل د طبي علومو پوهنتون د علي آباد په تدریسي روغتون کې د ۲۵۰ بستریز سرطاني ناروغیو د تشخیص […]

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۲۶

‏د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه د ۴۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې ۲۵۰ بستریز ملي مرکز د جوړولو کار پیل شو.
د کابل د طبي علومو پوهنتون د علي آباد په تدریسي روغتون کې د ۲۵۰ بستریز سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز، کار بیا پیل شو او ټاکل شوې چې په ۱۴۰۳ کال کې بشپړ شي.
د کابل طبي علومو پوهنتون د مسوولینو په وینا، د دغه تشخیص او درملنې مرکز د جوړولو او بیارغونې پروژه په ۲۰۰۷ کال کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې په مالي مرسته پیل شوې وه، خو د ستونزو او د بودیجې د نشتوالي له امله د دغه مرکز کار په ټپه ودرېد.
د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز په هېواد کې یوازینی د تشخیص او درملنې مرکز دی، چې له هېواده بهر د زرګونو سرطان ناروغانو د تګ مخه نیسي. بهر ته به د افغانانو له لورې د سرطان ناروغۍ درملنې لپاره د ډېرو لګښتونو مخه ونیسي.
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال د علي اباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغيو په داخله څانګه کې ۱۴ متخصصين شتون لري، چې ځوانو ډاکټرانو د تدریس ترڅنګ د سرطان ناروغانو ته هم روغتیايي خدمات وړاندې کوي