د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو څخه د شاوخوا ۸۵۰ تنو منسوبینو فراغت غونډه تر سره شوه

الامارة: ۱۴۴۵ رجب ۸مه د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۱ خالد بن ولید له نظامي ښوونیز مرکز څخه د بیلابیلو قطعاتو او جزوتامونو ۸۵۰ تنه ځوان منسوبین له درې میاشتنیو فکري، عقیدوي، نظامي او مسلکي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول. په دغو ځانګړو مراسمو کې […]

الامارة: ۱۴۴۵ رجب ۸مه

د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۱ خالد بن ولید له نظامي ښوونیز مرکز څخه د بیلابیلو قطعاتو او جزوتامونو ۸۵۰ تنه ځوان منسوبین له درې میاشتنیو فکري، عقیدوي، نظامي او مسلکي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دغو ځانګړو مراسمو کې د ا.ا.ا د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال الحاج ملا عبدالغني برادر، شيخ مولوي عبدالرحمن عمري، دارالافتاء مرستيال مفتي عبدالرؤف اطمینان، د قول اردو قوماندان مولوي عبدالصبور ابودجانه، د يو شمير ولايتونو واليانو، امنيه قوماندانان او ګڼ شمیر مسؤلینو رئیسانو او مجاهدینو ګډون درلود.

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا برادر اخوند یادو فارغانو ته هر اړخیزې ویناوې وکړې او زیاته یې کړه: ډير خوښ يم چې دغه وياړلي مجاهدين په پوره میړانه د اسلامي نظام ساتلو په خاطر معسکرات وکړل او خپلو خلکو ته د ډاډمن امنيت راوستلو په موخه روان دي، دا هيواد او ازادي مونږ ته چا خيرات نده راکړې دا مو د ډيرو او بې شميره فدايانو، استشهاديانو د غوښو او هډونو او د مجاهدينو د قربانيانو په بدل کې ګټلی دی.

همدا راز زیاته یې کړه: چې د ا.ا.ا ټول مشران او مسؤلين که په هر مقام کې دنده پرمخ وړي ستاسو ترڅنګ ولاړ دي او دې ته ژمن دي چې يوه مجهزه، منظمه او پرمختللې ملي اسلامي اردو جوړه کړي، ترڅو په ښه شان سره د اسلامي نظام او ګران هيواد افغانستان د مقدسې خاورې او ميړنيو ولسونو څخه کلکه دفاع او ساتنه وکړي.

په ورته مهال یادو فارغانو خپل ورزشي نمایشات او نظامي مانورونه په عالي نظم سره د مسؤلینو په حضور کې تر سره کړل او مشرانو ته یې ډاډ ورکړ، چې د خپل ولس او د هیواد له سرحداتو څخه به په کلکه دفاع کوي او هیچاته به اجازه ورنکړي چې زموږ د هیوادوالو نظم اخلال کړي.

غونډه یادو فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.