د کورنیوچارو وزیر د یوناما له مرستیال سره پر مهمو مسائلو خبرې وکړې

الامارة: ۱۴۴۵ رجب ۷مه پرون ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بشري او پرمختیايي چارو مشر او یوناما مرستیال ښاغلي اندریکا رتواتي د کورنیو چارو له وزیر محترم خلیفه سراج الدین حقاني سره و کتل. په پیل کې د کورنیو چارو وزیر محترم خلیفه صاحب، ښاغلي اندریکا ته د نوې دندې مبارکۍ ترڅنګ د […]

الامارة: ۱۴۴۵ رجب ۷مه

پرون ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بشري او پرمختیايي چارو مشر او یوناما مرستیال ښاغلي اندریکا رتواتي د کورنیو چارو له وزیر محترم خلیفه سراج الدین حقاني سره و کتل.

په پیل کې د کورنیو چارو وزیر محترم خلیفه صاحب، ښاغلي اندریکا ته د نوې دندې مبارکۍ ترڅنګ د یوناما پخواني مرستیال ښاغلي ډانیل انډریس څخه د چارو ښه مدیریت په پار مننه وکړه او په راتلونکو چارو کې یې نوموړي ته د بریالیتوب هیله وکړه.

ښاغلي اندریکا حاکم امن د ډاډ وړ وبالهٔ او ژمنه یې وکړه چې د بشري مرستو په برخه کې به د خپل ماموریت د ښه ترسره کولو کوشش کوي.

په دې لیدنه کې همدا راز، هېواد ته له راستنیدونکو کډوالو سره د مرستو پر څرنګوالي، او په هوسا ډول ځای پر ځای کېدلو، هم خبرې وشوې.

خلیفه صاحب د کډوالو په چارو کې د اندریکا اوږدمهاله ماموریت او تجربې ته په اشارې سره هیله څرګنده کړه چې د ملګرو ملتونو له آدرسه به په کار کې لا ښه والی راشي.