د کانونو او پټرولیم وزیر د ا. ا. ا له ویاند ذبیح الله مجاهد سره وکتل

الامارة: ۱۴۴۵ رجب ۶مه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د اسلامي امارت له ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد سره په لیدنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت پر فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په قراردادونو کې رونټیا، د قاچاق او […]

الامارة: ۱۴۴۵ رجب ۶مه
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د اسلامي امارت له ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد سره په لیدنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت پر فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په قراردادونو کې رونټیا، د قاچاق او غیر قانوني استخراج مخنیوی، د هېواد د کاني زېرمو ښه مدیریت یې ددې وزارت له لومړیتوبونه څخه وګڼل او زیاته یې کړه: د 400 میلیونو ډالرو په ارزښت په کندهار او هرات ولایتونو کې د سمنټو د دریو سترو پروژو تړونونو لاسلیک ترڅنګ یې د او سپنې د پنځو سترو پروژو چې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره یې تړونونه لاسلیک شوي دي ددې وزارت له مهمو لاسته راوړنو څخه و شمېرل او همدا راز یې د پنجشېر د زمردو کانونو او آمو دریا نفتي حوزې د استخراج په اړه خبرې وکړې ویې ویل: تر اوسه پورې په پنجشېر ولایت کې 450 کانونو د کیندنې جوازونه ورکړل شوي دي، چې د پنجشېر ولایت لس زره کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.
او همدا رنګه په آمو دریا نفتي حوزه کې 18 څاه ګانې فعاله دي، چې د نفتو ورځنی استخراج یې 1100 ټنه دی او همد راز په نږدې راتلونکې کې به د هرات ولایت نفتي حوزه چې 23 کیلو مټره مربع مساحت لري په لسو بلاکونو کې په قرارداد ورکول کېږي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کانونو په برخه کې د کارموندنې په اړه وویل: تر اوسه پورې د کانونو په بېلا بېلو برخو کې 150 زره کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار بوخت دي او په راتلونکې کې به د لا ډېرو قراردادونو په ورکړې سره دغه شمېر لا ډېر شي.
په پای کې ذبیح الله مجاهد د کانونو او پټرولیم وزارت فعالیتونه او لاسته را وړنې وستایلې ویې ویل: د کانونو او پټرولیم وزارت له هغو مهمو وزارتو نو څخه دی، چې د هېواد په اقتصادي وده او کاري زمینې برابرولو په برخه مهم رول لري.