د کابينې څوارلسمه غونډه؛ د قوشتېپې کانال چارو چټکتيا او سوداګرو ته د اسانتياوو په اړه بحث وشو

الامارة: ۱۴۴۵ رجب ۱۱مه د افغانستان اسلامي امارت د کابینې څوارلسمه غونډه د رئیس الوزراء الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه (رجب المرجب ۱۰مه/ سلواغې ۲مه) نېټه ترسره شوه او په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې. دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، په کې د اسلامي امارت سياسي […]

الامارة: ۱۴۴۵ رجب ۱۱مه

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې څوارلسمه غونډه د رئیس الوزراء الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه (رجب المرجب ۱۰مه/ سلواغې ۲مه) نېټه ترسره شوه او په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، په کې د اسلامي امارت سياسي کميسيون په مشرۍ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د چارو ادارې لوی رياست او چاپيريال ساتنې ملي ادارې استازو په شمول پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې په هېواد کې د نيالګيو کېنولو په اړه د چاپيريال ساتنې ملي ادارې طرحه وڅيړي او د وروستي تصميم لپاره دې د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.
همدا راز د ریاست الوزراء اداري معاونيت ته دنده وسپارل شوه چې د چارو ادارې لوی رياست او ملي پراختيا شرکت مسؤلين وهڅوي؛ ترڅو د قوشتېپې کانال چارې ګړندۍ او د کارونو د لا ښه والي او پرمختګ په برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي.
د کابينې په دې غونډه کې د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ته دنده وسپارل شوه چې د هېواد په داخل او بهر کې د افغاني سوداګرو لپاره اسانتياوې رامنځته کړي او په ټولو هغو ممکنه لارو دې غور وشي چې د سوداګريزو توکو په صادراتو او وارداتو کې اسانتياوې رامنځته کوي.
د کابينې دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.