د کابينې نهمه غونډه؛ د واخان لويې لارې، ښوونيز نصاب او نرخونو د کنټرول په اړه بحث وشو

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۱۸ د افغانستان اسلامي امارت د کابينې نهمه غونډه د عاليقدر اميرالمؤمنين شيخ القرآن والحديث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله په مشرۍ د «جمادی الاولی په ۶مه/ لړم ۲۹ مه» د دوشنبې په ورځ جوړه شوه، چې دوه ورځې يې دوام وکړ او په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې […]

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۱۸

د افغانستان اسلامي امارت د کابينې نهمه غونډه د عاليقدر اميرالمؤمنين شيخ القرآن والحديث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله په مشرۍ د «جمادی الاولی په ۶مه/ لړم ۲۹ مه» د دوشنبې په ورځ جوړه شوه، چې دوه ورځې يې دوام وکړ او په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، په کې د ټولګټو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې بدخشان کې د واخان لويې لارې سروې، ډيزاين او اساسي جوړولو قرارداد په اړه لازم اقدامات وکړي او وروستی پلان دې د منظورۍ لپاره د اسلامي امارت مقام ته وړاندې کړي.
همدا راز د پوهنتونونو او ښوونځيو د نصاب جوړولو په اړه ګمارل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه؛ تر څو له اسلامي اصولو سره سم پوهنتونونو او ښوونځيو لپاره د نويو نصابونو جوړولو چارې چټکې کړي او همدا راز اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د ټولو هغو جوماتونو چې د بيلونو نه تاديې له امله يې برېښنا قطعه شوې وي؛ مېټرونه نصب او برېښنا ورته بېرته وصل کړي.
د کابينې په دې غونډه کې د اطلاعات او کلتور وزارت په مشرۍ د ارشاد، حج او اوقافو او امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارتونو استازو په غړيتوب پلاوي ته دنده وسپارل شوه، ترڅو د متبرکه او مقدسو کاغذونو په احترام سره د له منځه وړلو په هکله استفتاء چمتو او د امارت مقام ته وړاندې کړي.
همدا راز په دې غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته دنده سپارل شوې ده چې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت په همکارۍ د قرانکريم او نورو مقدسو کاغذونو او ضعيف شويو کتابونو نسخو ته دې د خونديتوب په موخه په غرونو يا نورو مصؤنو ځايونو کې خوندي ځايونه جوړ او هلته دې يې خوندي کړي او ځينې نور يې چې د جوړېدو وړ وي؛ هغې ته دې د جوړېدو طريقه جوړه کړي.
د کابينې په دې غونډه کې د قيمتونو د کنټرول کميسيون ته دنده وسپارل شوه چې د افغانۍ د ارزښت لوړوالي ته په کتو دې د خوراکي او نورو سوداګريزو توکو د نرخونو کنټرول په اړه لازم اقدامات ترسره کړي.
دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.