د کابل ولایت د مقام او د ټولو مجاهدینو د تسلیت او بیعت اعلان

بسم الله الرحمن الرحیم الحمدلله وکفی والصلاة والسلام علی عباده الذین اصطفی امابعد زه بنده حافظ محب الله د ځان لخوا اصالة او د خپلو ټولو مسؤلینو او د سنګر د مجاهدینو لخوا د شهید امیرالمؤمین ملا اخترمحمد منصور (نورالله مرقده) د ویاړمن شهادت په اړه د امیر المؤمنین درنې کورنۍ او ټول امت مسلمه، […]

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمدلله وکفی والصلاة والسلام علی عباده الذین اصطفی امابعد

زه بنده حافظ محب الله د ځان لخوا اصالة او د خپلو ټولو مسؤلینو او د سنګر د مجاهدینو لخوا د شهید امیرالمؤمین ملا اخترمحمد منصور (نورالله مرقده) د ویاړمن شهادت په اړه د امیر المؤمنین درنې کورنۍ او ټول امت مسلمه، په سنګر کې ناستو مجاهدینو، او د اسلامی امارت نوی زعامت او په دیار هجرت کې ټولو مخلصو مسلمانانو ته نیابة او وکالة د زړه له کومې تسلیت وایم، الله عزوجل  دې د منصور صاحب شهادت قبول او منظور کړي، کورنۍ او ټولو دوستانو ته دې یې صبر جمیل او اجر جزیل ورکړي (ان لله ما اخذ وله ما اعطی وکل شئ عنده باجل مسمی فالتصبر والتحتسب)

زه د کابل ولايت د ټولو کميسيونونو، جهادي مسؤولينو، عامو مجاهدينو او متدين ولس په نمايندګي د اسلامی امارت له نوي زعیم امیرالمؤمنین شیخ الحدیث هبت الله اخند زاده صاحب سره د الله په کتاب او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په سنتو، د خلفاء راشدینو په تګلاره او د اهل السنت والجماعة د منهج له مخې په ټولو امورو کې په اسانۍ او سختۍ كې په سمع او طاعة سره بیعت کوم او اطمنان ورکوو چې په ټولو شرعی امورو کې به د امیر المؤمنین اطاعت ته لبیک وایو.

ومن الله التوفیق

بنده حافظ محب الله