د پروان ولایت د غوربند درې په نوو فتحه شوو سیمو کې د فقهي مجالسو غونډې ترسره شوې

د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمیسیون ولایتي رئیس لخوا د پروان ولایت سیاه ګرد ولسوالۍ په یو شمېر هغو سیمو کې چې تازه فتحه شوي دي د علماوو د اتحاد او اتفاق او فقهي مجالسو د ترتیب او انسجام په خاطر شانداره غونډې ترسره شوې. په دغو غونډو کې […]

د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمیسیون ولایتي رئیس لخوا د پروان ولایت سیاه ګرد ولسوالۍ په یو شمېر هغو سیمو کې چې تازه فتحه شوي دي د علماوو د اتحاد او اتفاق او فقهي مجالسو د ترتیب او انسجام په خاطر شانداره غونډې ترسره شوې.

په دغو غونډو کې د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمیسیون ولایتي رئیس او معاون یې د سیاه ګرد ولسوالۍ دیني علماوو، د جوماتونو خطیبانو او امامانو او د دیني مدارسو استاذانو ته د فقهي مجالسو د اهمیت او ضرورت په هکله خبرې وکړې او هغوی یې وهڅول ترڅو په خپلو سیمو کې د فقهي مجالسو په جوړولو سره د علماء کرامو اتحاد، اتفاق او انسجام او همداراز ولسي خلکو ته د ورپېښو دیني مسائلو په حل او فصل کې رغنده ګامونه واخلي.

د غونډو ګډونوالو علماء کرامو د اسلامي امارت له سالم دریځ او د لورېینې له ډک چلند او شفقت څخه د مننې ترڅنګ د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمیسیون ولایتي رئیس ته ډاډ ورکړ، چې په خپل ټول توان او قوت سره به هڅه وکړي چې په خپلو سیمو کې د علماوو اتحاد نور هم ټینګ او فقهي مجالس لا زیات منظم او فعال کړي او د افتاء او دیني مسائلو د حل په برخه کې د ولس مشکلاتو ته پوره رسیده ګي وکړي.

د غونډو په جریان کې په یو شمېر سیمو کې فقهي مجالس ترتیب شول. امیر، معاون او مُحرّر یې د سیمې د علماوو په خوښه تعیین شول.

غونډې په هېواد کې د مجاهدینو د کاملې بریا، اسلامي نظام د قیام او سرتاسري سولې د راتلو په دعاء سره پای ته ورسېدې.

باید وویل شي چې د هېواد په لروبر کې له دیارلس سوه (۱۳۰۰) څخه زیات فقهي مجالس فعال دي، په زرګونو علماء کرام په کې شامل دي او د دیني مسائلو د حل په برخه کې د هېوادوالو ستونزې هواروي.