د پاکستان د جمعیت علماء اسلام مشر د ا. ا. ا له رئیس الوزراء سره ولیدل

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الثاني ۲۶ (دوشنبه ۲۵/۶/۱۴۴۵ هـ ق) د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن آخند نن له غرمې مخکې د ارګ په چهارچینار ماڼۍ کې د ګاونډي هیواد پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمن او ورسره پلاوي سره ولیدل. په دې مجلس کې چې د […]

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الثاني ۲۶

(دوشنبه ۲۵/۶/۱۴۴۵ هـ ق) د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن آخند نن له غرمې مخکې د ارګ په چهارچینار ماڼۍ کې د ګاونډي هیواد پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمن او ورسره پلاوي سره ولیدل.
په دې مجلس کې چې د افغانستان د اسلامي امارت ښاغلی قاضي القضات شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم حقاني، د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي، د ارشاد حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث مولوي نور محمد ثاقب او د کابینې ځینو نورو غړو هم ګډون درلود د پاکستاني علماوو له پلاوي سره په بیلابیلو موضوعاتو خبرې وشوې.
ښاغلي رئیس الوزراء د پاکستاني علماوو پلاوي ته هرکلی ووایو او هیله یې څرګنده کړه چې دغه سفر د دواړو ګاونډیو هیوادونو او وروڼو ولسونو تر منځ د اخوت او مثبتو اړیکو د تقویې سبب وګرځي.
ښاغلي رئیس الوزراء وویل: افغانستان او پاکستان دوه داسې هیوادونو دي چې په بیلابیلو برخو کې ګڼ مشترکات لري، دغه ولسونه یو له بله بیلتون نه لري، شاید د حکومتونو تر منځ په مناسباتو کې ستونزې پیښې شي، خو ولسونه او علماء کرام د ګډو ارزښتونو له امله یو له بله نه شي بیلیدای.
ښاغلي رئیس الوزراء زیاته کړه: په افغانستان کې لله الحمد اسلامي نظام حاکم دی، علماء کرام د قدرت په رأس کې دي، موږ هره مسئله په شریعت عرض کوو، شریعت چې الهي قانون دی، موږ ته د دې اجازه نه راکوي چې کوم چا ته ضرر ورسوو. بناء د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان په شمول هیڅ ګاونډي هیواد ته د ضرر پیښولو او ستونزو جوړولو نه اراده لري او نه هم چا ته اجازه ورکوي چې زموږ له خاورې نور تهدید کړي.
ښاغلي رئیس الوزراء د دواړو هیوادونو تر منځ د ستونزو په هواري او د سوء تفاهماتو له منځه وړلو کې د علماء کرامو رول مهم او مثبت وباله. دغه راز یې یادونه وکړه چې پاکستاني چارواکي د افغان مهاجرینو په وړاندې له ظالمانه رویې باید لاس واخلي، ځکه دغه ډول چلند ستونزې نه حل کوي، بلکې یوازې مخالفتونه او بدبینۍ زیاتوي.
په مجلس کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر متقي د افغان مهاجرینو له ستونزو سربیره د افغان تجارانو ستونزې، په ترانزیت او صادراتو کې د پاکستاني چارواکو له خوا د ستونزو جوړیدل چې هر کال ترې افغان سوداګرو ته درانه مالي زیانونه رسیږي هم یاد کړل او ټینګار یې وکړ چې د دواړو هیوادونو تر منځ تجارت یا اقتصادي راکړه ورکړه باید د سیاسي مسائلو قرباني نه شي.
د راغلي پلاوي په استازیتوب د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن خبرې وکړې، نوموړي د اشغال په وړاندې د اسلامي امارت بریا لویه فتحه وبلله او د افغانستان ولس ته یې مبارکي ورکړي. نوموړي هیله څرګنده کړه چې په افغانستان کې راغلی اسلامي نظام نور هم مستحکم شي، تر څو یې په برکت ټولې اسلامي نړۍ ته مثبت اثرات ورسیږي.
نوموړي وویل: افغانستان ته زموږ د راتګ هدف دا دی، تر څو د دواړو هیوادونو تر منځ په اړیکو کې سوء تفاهمات له منځه یوسو، او د سیاسي اړیکو، اقتصاد، تجارت او د یو بل د پرمختګ په برخه کې د همکارۍ لارې چارې ولټوو.
مولانا فضل الرحمن وویل: جمعیت علماء اسلام ګوند د افغان مهاجرینو په وړاندې د پاکستان د واکمنو د چلند په وړاندې د اعتراض غږ پورته کړی او دا ډول چلند ناسم او د دواړو هیوادونو تر منځ د ستونزو لامل بولو. موږ دلته د خیرخواهۍ پيغام راوړی او هیله مو ده چې دغه سفر مثبتې پایلې ولري.
په دې لیدنه کې ټینګار وشو چې دواړه هیوادونه باید د ټولو ستونزو د حل لپاره په ګډه لارې چارې ولټوي او له داسې اقداماتو باید ډډه وشي چې د ستونزو د ډیریدو سبب ګرځي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویاند