د هیواد د کرنې وزارت او د ازبکستان د زراعت پوهنتون ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د چارواکو او د ازبکستان د کرنې پوهنتون ترمنځ د کرنزو زده کړو په برخه کې د همکارۍ هوکړه لیک په تاشکند کې لاسلیک شو. دغه هوکړه لیک د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر […]

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د چارواکو او د ازبکستان د کرنې پوهنتون ترمنځ د کرنزو زده کړو په برخه کې د همکارۍ هوکړه لیک په تاشکند کې لاسلیک شو.
دغه هوکړه لیک د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني او په تاشکند کې د ازبکستان د کرنې پوهنتون د لومړي مرستیال ښاغلي اسلاموف له خوا د ازبکستان د اوبو لګولو وزیر او د دواړو هېوادونو یو شمېر چارواکو په حضور کې لاسلیک شو.
د دغه هوکړه لیک پر بنسټ به د دواړو هېوادونو متخصصین د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې خپلې تجربې له یو بل سره شریکې کړي او د کرنې وزارت ۶۰ تنه بزګرانو او متخصصینو ته به په تاشکند کې د ازبکستان دکرنې په پوهنتون کې د لنډې او منځمهاله زده کړو زمینه برابرېږي.