د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د فقهي مجالسو د علماوو پرتمینه غونډه ترسره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمیسیون ولایتي رئیس د ننګرهار ولایت په تازه فتحه شوې (حصارک) ولسوالۍ کې له علماء کرامو، د جوماتونو له خطیبانو او امامانو او د دیني مدارسو له استاذانو سره غونډه وکړه. په دغه غونډه کې د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمیسیون ولایتي […]

د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمیسیون ولایتي رئیس د ننګرهار ولایت په تازه فتحه شوې (حصارک) ولسوالۍ کې له علماء کرامو، د جوماتونو له خطیبانو او امامانو او د دیني مدارسو له استاذانو سره غونډه وکړه.

په دغه غونډه کې د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمیسیون ولایتي رئیس د حصارک ولسوالۍ علماء کرامو سره د فقهي مجالسو په ضرورت او د هغو د ګټو په اړه خبرې وکړې او هغوی یې وهڅول ترڅو په خپلو سیمو کې د فقهي مجالسو په جوړولو سره د علماء کرامو وحدت او همغږي او همداراز ولسي خلکو ته د ورپېښو دیني مسائلو په حل او فصل کې هر اړخیزې هلې ځلې وکړي.

د غونډې ګډونوالو علماء کرامو د اسلامي امارت له سوچه او محکم اسلامي دریځ څخه بشپړ ملاتړ وکړ او د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمیسیون ولایتي رئیس ته یې ډاډ ورکړ، چې په ټول توان او قوت سره به د اسلامي نظام د نفاذ په لاره کې خپلو هڅو ته ادامه ورکړي او د فقهي مجالسو په فعالولو او د دیني مسائلو د حل په برخه کې به د ولس مشکلاتو ته پوره رسیده ګي کوي.

د غونډې په جریان کې د یادې ولسوالۍ د لسګونو علماء کرامو په حضور کې د دیرشو(۳۰) تنو علماء کرامو څخه یو فقهي مجلس تأسیس شو او امیر، معاون او مُحرّر هم ورته د علماء کرامو په خوښه تعیین شول.

غونډه په هېواد کې د مجاهدینو د بشپړې بریا او د کامل اسلامي نظام د قیام په دعاء سره پای ته ورسېده.

د یادونې وړ ده چې د هېواد په لروبر کې له دیارلس سوه (۱۳۰۰) څخه زیات فقهي مجالس فعال دي، چې د دیني مسائلو په برخه کې د هېوادوالو ستونزې او مشکلات ورحل کوي.