د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا ۴میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۸ بېلابېلې پروژې منظورې شوې

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۲۲ دریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ دملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره اوله اجنډا سره سم د وړاندې شوو پروژوپه اړه بحث وشو. د ملي تدارکاتو کمېسیون یادې غونډې ته ۲۸ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې چې له جملې یې د […]

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۲۲

دریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ دملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره اوله اجنډا سره سم د وړاندې شوو پروژوپه اړه بحث وشو.
د ملي تدارکاتو کمېسیون یادې غونډې ته ۲۸ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې چې له جملې یې د ۱۸ پروژو قراردادونه منظور او د ۵ پروژو د قراردادونو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، څو دغه قراردادونه په هراړخیز ډول وڅېړي او د نهايي تصمیم نیونې په موخه یې د ملي تدارکاتو کمېسیون
‏راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي. همدارنګه د ۵ نورو پروژو په اړه ملي تدارکاتو ریاست ته دنده وسپارل شوه څو یاد قراردادونه په هراړخیز ډول و ارزوي او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړي. منظور شوې پروژې د ملي دفاع، کورنیو چارو، مالیې، ټولګټو،‏د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او کابل ښاروالۍ اړوند دي، چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا (۴) میلیارده افغانیو ته رسېږي. په یادو منظور شوو پروژو کې د چک وردګ بند د پاتې چارو بشپړولو، له ارغندۍ تر غزني پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا د لین غځولو پاتې چارو ‏ بشپړولو، د هرات او تور غونډۍ د نورالجهاد د ۲۲۰ کیلوولټ لین د انسولټرونو چمتو کولو، د زابل ولایت له شهر صفا ولسوالۍ تر مانجې پورې د غځېدلي سړک اساسي بیارغونه، د کابل – لوګر سړک د دوهم لین د پاتې چارو بشپړولو،‏ بشپړولو، د هرات او تور غونډۍ د نورالجهاد د ۲۲۰ کیلوولټ لین د انسولټرونو چمتو کولو، د زابل ولایت له شهر صفا ولسوالۍ تر مانجې پورې د غځېدلي سړک اساسي بیارغونه، د کابل – لوګر سړک د دوهم لین د پاتې چارو بشپړولو،‏ هېوادوالو ته د باکیفیته او چټکو انټرنيټي خدمتونو وړاندې کول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي، چې په پلې کېدو سره به یې زرګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.