د لوګر ولايت په محمدآغې ولسوالۍ كې د فقهي مجالسو د علماء کرامو شانداره غونډې تر سره شوې

د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دار الافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو كمېسيون د ولايتي رئيس لخوا د لوګر ولايت د محمدآغې ولسوالۍ په يو شمېر هغو سيمو کې چې تازه فتحه شوي دي د فقهي مجالسو د ترتيب، انسجام او ترقي په خاطر شانداره غوندې ترسره شوې. په دغو غونډو کې د مرکزي دارالافتاء، […]

د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دار الافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو كمېسيون د ولايتي رئيس لخوا د لوګر ولايت د محمدآغې ولسوالۍ په يو شمېر هغو سيمو کې چې تازه فتحه شوي دي د فقهي مجالسو د ترتيب، انسجام او ترقي په خاطر شانداره غوندې ترسره شوې.

په دغو غونډو کې د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو كمېسيون ولايتي رئيس او معاون، د محمداغې ولسوالۍ ديني عالمانو، د جوماتونو خطيبانو او امامانو او د مدارسو استاذانو ګډون کړی وو.

د غونډو په جریان کې د کمېسيون ولايتي رئيس او معاون ګډونوالو ته د فقهي مجالسو د اهميت او ضرورت په هکله مفصلې خبرې وکړې او هغوی يې وهڅول تر څو په خپلو سيمو کې د فقهي مجالسو په جوړولو سره د علماء کرامو ترمنځ په اتفاق او يووالي او همداراز د ولسي خلکو د ديني مسائلو په حل او فصل کې مثبت او مؤثر رول ترسره کړي.

بلخوا د غونډو ګډونوالو ديني علماوو د اسلامي امارت له سوله ييز دريځ او له شفقت نه ډک چلند څخه د مننې تر څنک د مركزي دار الافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو كمېسيون ولايتي رئيس ته ډاډ ورکړ، چې په خپل ټول توان او قوت سره به هڅه وکړي څو په خپلو سيمو کې فقهي مجالس فعال او د ديني مسائلو د حل په برخه کې د ولس مشكلاتو ته پوره رسيده ګي وکړي.

غونډې په هېواد کې د اسلامي امارت د بشپړې بريا، د سوچه اسلامي نظام د نفاذ او د سرتاسري امنيت او سولې د راتلو په دعاء سره پای ته ورسېدې.