د لسګونه میلیون ډالرو په ارزښت، د ۵۰۰ کیلو ولټ بریښنا چارې پیل شوې

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الثاني ۸ نن ورځ، له شبرغان تر خواجه الوان دښتې او له خواجه الوان تر ارغندي پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي غځولو پروژې پرانیست غونډه د بغلان ولایت د خواجه الوان کې ترسره شوه. د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ۵۰۰ کيلو […]

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الثاني ۸

نن ورځ، له شبرغان تر خواجه الوان دښتې او له خواجه الوان تر ارغندي پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي غځولو پروژې پرانیست غونډه د بغلان ولایت د خواجه الوان کې ترسره شوه.

د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ۵۰۰ کيلو ولټ برېښنا مزي غځولو پروژې پرانيست غونډې ته وويل، چې د برېښنا په برخه کې پانګونه د ا.ا.ا لومړیتوب دی او په همدې موخه یې له افغان انویست او عوفي بهرام شرکتونو سره قرارداد کړی.
نوموړي زیاته کړه، چې ا.ا.ا هڅه کوي چې د افغانستان د ځان بسیاینې په موخه دننه په افغانستان کې برېښنا تولید کړي او په همدې خصوصي سکتور په جدي ډول هلې ځلې پیل کړي .

د افغانستان برېښنا شرکت د برنامو رییس عبدالقهارعابد دې غونډې ته په وینا کې وویل، د دغې پروژې په بشپړېدو سره به له ترکمنستانه افغانستان ته ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا وارده شي، شپږ میلیونه کورنیو ته به برېښنا ورکول شي او ورسره به کرنه هم میکانیزه شي.
عابد وویل، چې په کلني ډول به د دې پروژې څخه ۴۲ میلیونه ډالر د افغانستان بودیجې ته سپارل کیږي چې په دې پیسو به د افغانستان په کلیوالي سیمو کې د برېښنا په برخه کې شته ستونزې حل کیږي.

د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني وویل، چې د بغلان ټول نظامي او ملکي کارکوونکي له دې سترې پروژې ملاتړ کوي او اړتیا ده چې ولسي خلک هم د دې پروژې د بشپړېدو په برخه کې له اړوندو مسؤلینو سره همکاري وکړي.

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور وویل، چې په دې دوه پروژو کې یوه یې د بغلان له خواجه الوان دښتې تر شبرغان او دویمه پروژه یې له خواجه الوان دښتې تر ارغندي پوري ده چې قرارداد یې له عوفي بهرام او افغان انویست شرکتونو سره شوی دی.
د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي غځولو پروژې په بشپړیدو سره یو شمیر غیرفعاله فابریکې فعالې او صنعتکارانو ته به په ګڼو برخو کې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.
د افغان انویست شرکت رییس شیرباز کمین زاه ، وویل، چې له خواجه الوان تر شبرغان پورې په دې پروژه ۳۶ میلیونه ډالر لګښت راځي او په بشپړېدو سره یې صنعتي انقلاب ، خلکو ته د کار زمینه ، کرنیزه پراختیا، اقتصادي خپلواکي، بودیجوي توسعه، د کورنیو تولیداتو زیاتوالی، د سیمې له هیوادونو سره سیالي او نړیوال تعامل رامنځ ته کیږي.

د عوفي بهرام شرکت رییس مولوي نورالله وویل، چې له خواجه الوان څخه تر ارغندي پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي د غځولو په پروژه باندې د عوفي بهرام شرکت ۷۵ میلیونه ډالر پانګونه کوي.