د قوشتېپې کانال د پروژې تطبيق او مديريت توافقنامې په اړه غونډه وشوه

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۷ د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست مالي او اداري مرستيال مولوي محمد صابر معتصم بالله له اړونده ارګانونو سره د قوشتېپې کانال پروژې د تطبيق او مديريت توافقنامې په غونډه کې وويل چې د قوشتېپې کانال چارو چټکتيا په اړه خپلمنځي همغږي او همکاري اړينه ده او […]

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۷

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست مالي او اداري مرستيال مولوي محمد صابر معتصم بالله له اړونده ارګانونو سره د قوشتېپې کانال پروژې د تطبيق او مديريت توافقنامې په غونډه کې وويل چې د قوشتېپې کانال چارو چټکتيا په اړه خپلمنځي همغږي او همکاري اړينه ده او زياته يې کړه چې د دې پروژې د لا ښه والي لپاره د چارو ادارې لوی رياست دروازې د اړوندو ادارو پرمخ هر وخت خلاصې دي.

په دې اړه جوړه شوې غونډه چې نن چهارشنبه (جمادی الاول ۸مه/ ليندۍ لومړۍ) د چارو ادارې لوی رياست مالي او اداري مرستيال په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، ماليې، اوبو او انرژۍ او اقتصاد وزارتونو استازو ګډون کړی و.
په غونډه کې مولوي محمد صابر معتصم بالله وويل؛ د قوشتېپې کانال د افغانستان او خلکو د اقتصادي پرمختګ په برخه کې مهم دی او په چټکۍ سره د يادې پروژې د تطبيق په برخه کې بايد ټول اړوند ارګانونه خپل مسؤليتونه په ښه توګه او همغږۍ سرته ورسوي.

د غونډې ګډونوالو د يادې موافقتنامې اړوند خپل تخنيکي او مسلکي نظريات وړاندې کړل او د نهايي کېدو په اړه يې هر اړخيز بحث وشو.

په دې موافقت نامه کې د قوشتيپې کانال د جوړېدو چارو کې دخيلو ادارو مسؤليتونه او صلاحيتونه مشخص شول چې د منظورۍ او تطبيق لپاره به د رياست الوزراء مقام ته ولېږل شي.

باید وویل شي چې د قوش تیپې کانال اوبه د امو سیند څخه اخیستل کېږي او طول یې ۲۳۶ کیلو متره په پام کې نیول شوی دی، چې د بلخ د کلدار ولسوالۍ څخه پيل تر حیرتان دښتې، مزارشریف سړک، دولت اباد ولسوالۍ، د جوزجان د اقچې ولسوالۍ او په پای کې د فاریاب اندخوی ولسوالۍ ته رسېږي.

یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پيل شوې وه، د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.