د زابل ولایت شاه جوی کې د دستار فضیلت غونډې تر سره شوې (انځوریز)

د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ په قادریه مدرسه او دارالحفاظ کې د اته(۸) تنه نارینه او ښځینه قاریانو او حافظانو په ویاړ یوه شانداره غونډه ترسره شوه. په یاده غونډه کې درې (۳) تنه ښځینه قاریانې، دوه تنه نارینه قاریان د قرائت اوتجوید له شعبي او درې نارینه حافظان د حفظ له شعبي […]

د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ په قادریه مدرسه او دارالحفاظ کې د اته(۸) تنه نارینه او ښځینه قاریانو او حافظانو په ویاړ یوه شانداره غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې درې (۳) تنه ښځینه قاریانې، دوه تنه نارینه قاریان د قرائت اوتجوید له شعبي او درې نارینه حافظان د حفظ له شعبي څخه فارغ شول.

همدارنګه د دې ولسوالۍ د بازار په سیمه کې د شمس العلوم قادریه مدرسي د قرائت او تجوید له څانګې څخه دڅلور(۴) تنه ښځینه قاریانو په ګډون اته( ۸)تنه قاریان فارغ کړل شول.

په غونډو کې د یادې حلقې تعلیمي مسئولینو، ګڼ شمېر علماء کرامو،سيمئیزو مشرانو او عام اولسي خلکو شتون درلود.

د لومړۍ حلقې د پوهنې مسئول داډول غونډې خورا مهمې او بنسټیزې وبللې او د دې مدرسو د تمویلوونکو اوپرسونل څخه یې مننه وکړه او د دوی هلې ځلې یې و ستایلې.

۲۰۲۱/۸/۰۲