د رياست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۵) د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه نن ترسره شوه. په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د امنيتي ارګانونو ترمنځ د وظيفوي تداخل مخنيوي پر موضوع بحث وشو او په تړاو يې لازم تصميمونه ونيول شول. همداراز په […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۵) د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه نن ترسره شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د امنيتي ارګانونو ترمنځ د وظيفوي تداخل مخنيوي پر موضوع بحث وشو او په تړاو يې لازم تصميمونه ونيول شول.

همداراز په اجنډا کې پر نورو شاملو موضوعاتو هم هر اړخيز بحثونه وشول.#