د راستنېدونکو مهاجرينو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د کمېټو ورځنی کاري راپور

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۹ تورخـــم: د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه: نن په تورخم کې (۲۴۴) کورنۍ او (۱۲۶۶) تنه ثبت او بایومټریک شوي دي. په همدې ډول (۲۵۷) کورنۍ تثبیت کړل شوې، چې (۲۳۷) کورنۍ مهاجرېن او پاتې (۲۰) کورنۍ غیرمهاجرېن ثابتې شوې. د خدماتو او صحي چارو کمېټه: د خدماتو کمېټې په […]

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۹
تورخـــم:

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

نن په تورخم کې (۲۴۴) کورنۍ او (۱۲۶۶) تنه ثبت او بایومټریک شوي دي.
په همدې ډول (۲۵۷) کورنۍ تثبیت کړل شوې، چې (۲۳۷) کورنۍ مهاجرېن او پاتې (۲۰) کورنۍ غیرمهاجرېن ثابتې شوې.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له‌خوا راستانه شویو مهاجرینو ته (۹۶۳) عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

نن (۶۷) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۳۵۸) تنه کیږي، د (۱۹) عراده مختلف النوعه موټرو په واسطه ننګرهار، کابل او کونړ ولایتونو ته په مصئونه توګه انتقال او یادو کورنیو ته (۵۹۰۰۰) افغانۍ د کرایې لپاره ورکول شوي دي.
د تورخم فرضی کرښې څخه تر اړوند کمپ پورې په مصئونه توګه د مهاجرینو د لیږد لپاره (۲۴) عرادې مختلف النوعه امارتي وسایط استخدام شوي وو، چی ټولې یې (۳۴) دورې ترسره کړې.

د مهاجرینو لپاره د کار موندنې کمېټه:

د مهاجرینو لپاره د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې (۴) تنه د بکلوریا سند لرونکي، (۱) تن حافظ، (۱) تن دیني عالم، (۲۹۸) تنه غریبکار او (۴۳) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول (۳۴۷) تنه کیږي.
د کارموندنې کمېټې له لوري په عمري کمپ کې (۱) تن ورک ماشوم خپلې کورنۍ ته سپارل شوی او همدارنګه ګرانو هېوادوالو ته د ناچاوده ماینونونو، نظافت، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکول شوی.
په همدې ډول ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو او تفریح ځانګړي پروګرامونه په لاره اچول شوي دي.

د مساجدو او زده‌کړو د تنظیم کمېټه:

د مساجدو او زده‌کړو د تنظیم کمېټې د مسئولينو له لوري د تورخم په عمري کمپ کې د کمېټو مجاهدینو ته لازمې توصيې وشوې.
په عمري کمپ کې دوه جوماتونو ته دلاوډسپیکرونو سیستم هم فعال شو.

سپین بولدک:

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

د سپین بولدک په سیمه کې (۲۱۴) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۱۱۹۶) تنه کیږي، ثبت شوي دي
د کورنیو چارو وزارت د بایومټریک آمریت له لوري بیا (۲۸۳) کورنۍ بایومټریک شوي دي.
له دې جملې (۱۹۱) کورنۍ چې (۱۰۶۹) تنه کیدل، د لازمو مرستو په موخه (آی، او اېم) ته او (۲۳) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۱۲۷) تنه کیده او د (یو ان اېچ سي آر) سلېپونه او د (وي آر پي) کارټونه یې له ځانه سره لرل، (یو ان اېچ سي آر) سازمان ته معرفي شوې.
(۹) تنه نارینه قیدیان هم ثبت شوي دي او (۵) تنه بې سرپرسته ماشومانو (ام پي او) ارګان ته معرفي شول.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

له سپين بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه (۷۳) کورنۍ چې د افرادو شمیر یې (۶۵۴) تنه کیږي، د (۲۱) مختلف النوعه نقلیه وسایطو په واسطه کندوز، کابل، هلمند او نیمروز ولایتونو ته ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته (۱۰۸۵۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن پر ډیورنډ فرضي کرښه په سپین بولدک کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له‌خوا له (۲۶۵) کورنیو سره مرسته وشوه او هرې کورنۍ ته (۱۰۰۰۰) افغانۍ ورکول شوې.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

نن هم د تېر په څېر، په کمپونو کې لسګونو راستنېدونکو هېوادوالو ته عامه پوهاوی او معلومات ورکړل شوي او خبري رسنیو ته د راپورونو زمینه برابره شوې ده.
د عامه پوهاوي په برخه کې راستنېدونکو هېوادوالو ته غرمه او ماښام مهال غازي عبدالله خان لېسې کمپ او باران کلا کمپ کې د صبر او زغم په اړه ویناوې وشوې.

پکتیکا:

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن پر ډیورنډ فرضي کرښه د انګور اډې په سیمه کې (۴) کورنۍ ثبت شوي دي.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت او د عامې روغتیا صحي ټیمونو له‌‌خوا (۷۶) تنه ناروغان تداوي شوې او (۶) تنو ته واکسینونه تطبیق شوي دي.
نن په انګور اډه او تروو کې (۲۰) تنه مهاجرینو او کمېټو غړو ته د سهار، غرمې او ماښام ډوډۍ ورکړل شوه.
نن د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له لوري پر راستانه شویو مهاجرینو (۱۰) عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري راستنو شویو مهاجرینو ته د خپلو ماشومانو د ښې راتلونکې او تعليمي نظام په هکله معلومات ورکړل شول.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

نن له انګور اډې څخه مهاجرین کمپ ته او له هغه ځایه خپلو ولسوالیو او کلیو ته (۴) کورنۍ انتقال شوي او د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ ورکول شوي دي.

د مهاجرینو لپاره د کار موندنې کمېټه:

د مهاجرینو لپاره د کارموندنې کمېټې نن په انګور اډه کې (۱) تن د وړې دورې فارغ، (۱) تن دیني عالم، (۱۶۹) تنه غریبکار او (۲) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول (۱۷۳) تنه کیږي.

نیمــــــروز:

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په نیمروز کې د ورېښمو له لارې (۳۷) کورنۍ، چې د افرادو شمېر یې (۱۴۲) تنه کیږي او (۲۱۷۳) تنه مجردین را ستانه او د مسئولينو له لوري ثبت شوي دي، چې د کورنیو له ډلې (۲۶) کورنۍ چې افرادو شمېر یې (۱۰۴) تنه کیږي او د مجردینو له ډلې (۶۶) تنه د نغدي او غیر نغدي مرستو په خاطر (آی او اېم) ته معرفي شوي دي.

هـــــــــرات:

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن په اسلام کلا کې (۷۷) تنه ثبت او د مراحلو له طی کولو وروسته مالي کمېټې ته معرفي شول.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن د اسلام کلا بندر کې له (۳۲) کورنیو سره د مالي کمېټې له لوري لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء