د د ګردیز – زرمت عمومي سړک د قیر اچونې چارې پيل شوې

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۱۲ یاد سړک د ۱۵ کیلومتره په اوږدوالي سره د پکتیا ولایت له مرکز ګردیز څخه پیل د دغه ولایت تر زرمت ولسوالۍ پورې رسیږي او د هېواد جنوب ختیځ ولایتونه لکه ؛ پکتیا، پکتیکا او غزني له جنوب لوېدیځو ولایتونو لکه؛ زابل، کندهار او هرات سره وصلوي. دغه سړک د […]

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۱۲
یاد سړک د ۱۵ کیلومتره په اوږدوالي سره د پکتیا ولایت له مرکز ګردیز څخه پیل د دغه ولایت تر زرمت ولسوالۍ پورې رسیږي او د هېواد جنوب ختیځ ولایتونه لکه ؛ پکتیا، پکتیکا او غزني له جنوب لوېدیځو ولایتونو لکه؛ زابل، کندهار او هرات سره وصلوي.
دغه سړک د ټولګټو وزارت لخوا د یو ودانیز او سړک جوړونې شرک سره د قرارداد له مخي رغول کیږي.
د یادونې وړ ده؛ چې د دغې پروژې د چارو په بشپړيدو سره به د زرمت ولسوالۍ د خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او د پکتيا او ګاونډیو ولایتونو اوسېدونکو ته به د ښوونې، لوړو زده کړو او روغتیایي اسانتیاوې را منځ ته شي.