د دوحې د ناستې په تړاو؛ د یوناما مشرتابه د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر ته مالومات ورکړل

الاماره: ۱۴۴۵/شعبان ۱۲ په دې ناسته کې د افغانستان په اړه د دوحې پر وروستۍ ناستې، د همغږي کوونکي پر ارزونې او وړاندیزونو او د افغانستان اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ په راتلونکي تعامل خبرې اترې وشوې.‏په سر کې مېرمن اتنبایوا د دوحې د ناستې په باب معلومات وړاندې کړل او د م.م. د […]

الاماره: ۱۴۴۵/شعبان ۱۲
په دې ناسته کې د افغانستان په اړه د دوحې پر وروستۍ ناستې، د همغږي کوونکي پر ارزونې او وړاندیزونو او د افغانستان اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ په راتلونکي تعامل خبرې اترې وشوې.‏په سر کې مېرمن اتنبایوا د دوحې د ناستې په باب معلومات وړاندې کړل او د م.م. د سرمنشي له اړخه یې وویل، چې له افغان حکومت سره باید سلامشوري وشي.

آغلې اتنبایوا زیاته کړه، چې د سرمنشي له نظره باید د استازی په ټاکلو کي داسي اقدام ونه شي چې د افغانستان حکومت سره کار پیچلی کړي.‏د یوناما مشرې وویل، که ګډونوال هېوادونه سلا شي، دوحه کې به لا زیاتې ناستې ترسره شي ترڅو زموږ او تاسې ترمنځ ښه تفاهم رامنځ ته کړي او د راتلونکو ناستو په تړاو به تاسې سره پراخې سلامشورې کېږي.

آغلې اتنبایوا وویل، چې د دوحې ناستې ګډونوالو‏د افغانستان حکومت سره د تعامل پر دوام ټینګار وکړ.

د بهرنیو چارو وزیر وویل، د بهرنیو چارو وزارت د دوحې ناسته له نژدې څارله او ولیدل شول چې کومه ځانګړې پایله یې نه درلوده.

متقي صاحب وویل، موږ هیله مند یو چي له افغانستان سره د تعامل په اړه ناستي ښې پایلي ولري.‏د بهرنیو چارو وزیر د ناستو د مؤثریت لپاره دا مهمه وبلله چې کابل سره پر وخت د ټولو مسایلو په اړه هراړخیزې سلامشورې ترسره شي.