د بهرنیو چارو وزیر: که د دوحې ناسته کې مو شرایطو ته پام ونه شي، نه ګډون مو غوره دی

الاماره: ۱۴۴۵/شعبان ۴ نن په کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر دیمیتري ژیرنوف د ا.ا.ا. د بهرنیو چاو وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل. په دې ناسته کې د افغانستان او روسیې پر دوو اړخیزو اړیکو، د دوحې راتلونکې ناسته او په کې د افغان حکومت د ګډون په تړاو خبرې وشوې. په سر […]

الاماره: ۱۴۴۵/شعبان ۴

نن په کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر دیمیتري ژیرنوف د ا.ا.ا. د بهرنیو چاو وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.
په دې ناسته کې د افغانستان او روسیې پر دوو اړخیزو اړیکو، د دوحې راتلونکې ناسته او په کې د افغان حکومت د ګډون په تړاو خبرې وشوې.
په سر کې د روسیې سفیر د دوحې ناستې په تړاو د امارت د دریځ په اړه د معلوماتو غوښتنه وکړه، ترڅو د ګډون په صورت کې په دوحه کې د ناستې په څنډه کې له متقي صاحب سره ځینې لیدنې کتنې تنظیم شي.
د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې موږ د ملګرو ملتونو اړوندو ارګانونو سره له نژدې په تماس کې یو او د دوحې په ناسته کې د امارت د پلاوي د احتمالي ګډون د شرایطو په اړه مو خپل نظر شریک کړی دی.
متقي صاحب وویل، که د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو ترمنځ په لوړه کچه د ټولو مسایلو په تړاو د معناداره سلا مشورو فرصت برابرېږي او اسلامي امارت وکولای شي چې د افغانستان د استازیتوب مسؤولیت په ښه ډول ترسره کړي، یو ښه فرصت دی.
د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، که د اسلامي امارت شرایط په پام کې نه نیول کېږي، نه ګډون غوره ګڼل کېږي او په همدې اړه د دوحې ناستې له ټولو ګډونوالو سره په خبرو بوخت یو.
د روسیې سفیر وویل، چې د افغانستان حکومت دریځ یې درک کړ او مسکو سره به یې شریک کړي.