د بلخ ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د فقهي مجالسو ستره غونډه تر سره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمېسیون د ولایتي رئیس شیخ مولوي نداء محمد هاشمي لخوا د بلخ ولایت د دولت آباد ولسوالۍ په مرکزي جامع مسجد کې د فقهي مجالسو د ترتیب، انسجام او تقویت په منظور یوه ستره پرتمینه غونډه ترسره شوه. په دغه غونډه کې د فقهي […]

د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمېسیون د ولایتي رئیس شیخ مولوي نداء محمد هاشمي لخوا د بلخ ولایت د دولت آباد ولسوالۍ په مرکزي جامع مسجد کې د فقهي مجالسو د ترتیب، انسجام او تقویت په منظور یوه ستره پرتمینه غونډه ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د فقهي مجالسو د مسئولینو سربیره د سیمې ګڼ شمېر علماء کرامو ګډون کړی وو.

په غونډه کې د کمیسیون ولایتي مسئول د غونډې ګډونوالو ته د فقهي مجالسو په اهمیت او ضرورت، د علماء کرامو په اتفاق او همغږۍ او د مسلمان ولس د دیني مسائلو د حل او فصل په اړوند مفصّلې خبرې وکړې.

د غونډې ګډونوالو علماء کرامو د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمېسیون ولایتي مسئول ته ډاد ورکړ چې مونږ به په ټول توان سره په خپلو سیموکې د فقهي مجالسو په وده او ترقۍ کې او دغه راز د اسلامي نظام د نفاذ لپاره په هلو ځلو کې خپل پوره مسئولیت اداء کوو.

غونډه د مرکزي جامع مسجد د خطیب په دعائیه کلماتو سره پای ته ورسېده.

د یادونې وړده چې په نوموړې سیمه کې د کمېسیون لخوا وارله مخه درې(۳) منظم فقهي مجالس فعال دي، چې په لوی شمېر کې علماء کرام پکې را یوځای دي او د نورو فقهي مجالسو د ایجاد او ترتیب لپاره هم هڅې روانې دي.