د بغلان ولايت په نویو مفتوحه سيمو کې د فقهي مجالسو د علماوو شانداره مجلسونه دائر شول

د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمېسيون د ولايتي رئيس مولوي محمد اسلم حقاني په مشرۍ د بغلان ولايت په تازه فتحه شویو ولسواليو مركزي بغلان او دهنه غوري کې له علماء کرامو، د جوماتونو له خطيبانو او امامانو او د مدارسو له استاذانو سره شانداره غونډې او مجلسونه ترسره […]

د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمېسيون د ولايتي رئيس مولوي محمد اسلم حقاني په مشرۍ د بغلان ولايت په تازه فتحه شویو ولسواليو مركزي بغلان او دهنه غوري کې له علماء کرامو، د جوماتونو له خطيبانو او امامانو او د مدارسو له استاذانو سره شانداره غونډې او مجلسونه ترسره شول.

په دغو غونډو کې د مرکزي دار الافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو كمېسيون ولايتي رئيس د مرکزي بغلان او دهنه غوري ولسواليو علماء کرامو ته د فقهي مجالسو د اهميت او ضرورت په هكله ګټورې خبرې وکړې او هغوی يې وهڅول ترڅو په خپلو سيمو کې د فقهي مجالسو په جوړولو سره د علماء کرامو تر منځ وحدت او همغږي او همداراز ولسي خلکو ته د ورپېښو ديني مسائلو په حل او فصل کې هر اړخيزې هلې ځلې وكړي.

د غونډو او مجلسونو ګډونوالو ديني علماء کرامو د
اسلامي امارت له غوره چلند او سالم دريځ څخه د
ملاتړ په دوام ټينګار وکړ او د کمېسيون ولايتي رئيس
ته يې ډاډ ورکړ، چې په خپل ټول توان او قوت سره
به هڅه وکړي څو په خپلو سيمو کې فقهي مجالس فعال او د ديني مسائلو د حل په برخه کې د ولس مشكلاتو ته كامله رسيده ګي وکړي.

غونډې په هېواد کې د مجاهدينو د بشپړې بريا، د اسلامي نظام د نفاذ او سرتاسري سولې د راتلو په دعاء سره پای ته ورسېدې.