د بدخشان ولایت په درې ولسوالیو کې د فقهي مجالسو غونډې تر سره شوې

د جمعې ورځ د روان ۱۴۴۲هـ ق کال د ذوالحجې د میاشتې په ۲۰مه نیټه د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمېسیون د ولایتي رئیس مولوي عبدالرب په مشرۍ د فقهي مجالسو د علماء کرامو علمي او روحاني پرتمینه غونډه ترسره شوه. په دغه غونډه کې د […]

د جمعې ورځ د روان ۱۴۴۲هـ ق کال د ذوالحجې د میاشتې په ۲۰مه نیټه د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمېسیون د ولایتي رئیس مولوي عبدالرب په مشرۍ د فقهي مجالسو د علماء کرامو علمي او روحاني پرتمینه غونډه ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د ارګو ولسوالۍ لسګونو علماء کرامو، مفتیانو او روحانیونو برخه اخیستې وه.

په غونډه کې د فقهي مجالسو په اهمیت، ضرورت او په ټولنه کې د علماء کرامو په بارز رول مفصلې خبرې وشوې.

د غونډې په جریان کې د أبي بن کعب رضي الله عنه په نوم یو نوی فقهي مجلس هم ایجاد شو او د سیمې د علماوو په خوښه د مجلس امیر، معاون او مُحرّر ورته ونومول شول.

بیا پرون د شنبې ورځ د ذوالحجې د میاشتې په ۲۱مه نیټه د نوموړي ولایت په درایم ولسوالۍ کې د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمېسیون د ولایتي رئیس په مشرۍ د فقهي مجالسو د علماء کرامو ستره علمي او روحاني غونډه دائره شوه.

په دغه غونډه کې د درایم ولسوالۍ زیات شمېر علماوو، مفتیانو او روحانیونو برخه اخیستې وه.

په غونډه کې د فقهي مجالسو په اهمیت، ضرورت او په ټولنه کې د علماوو په اغیزناک رول هر اړخیزې خبرې وشوې.

د غونډې په جریان کې د نعمان بن ثابت رضي الله عنه په نوم نوی فقهي مجلس هم تأسیس شو، چې د مجلس د علماوو په خوښه مولوي عبدالخیر د مجلس امیر، مولوي عبدالوهاب معاون او مولوي بسم الله مُحرّر غوره کړل شول.

او نن د یکشنبې ورځ د ذوالحجې د میاشتې په ۲۲مه نیټه د یاد ولایت په تشکان ولسوالۍ کې د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمېسیون د ولایتي رئیس په مشرۍ د فقهي مجالسو د علماء کرامو شانداره علمي او فقهي غونډه ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د تشکان ولسوالۍ په لوی شمېر کې علماء کرامو، مفتیانو او روحانیونو ګډون درلود.

په غونډه کې د فقهي مجالسو په اهمیت، ضرورت او په ټولنه کې د علماوو د اتفاق او همغږۍ په اهمیت په تفصیل سره خبرې وشوې.

د غونډې په پای کې د امام ابو یوسف رحمه الله په نوم نوی فقهي مجلس جوړ شو چې د مجلس د علماوو په خوښه ورته امیر، معاون او مُحرّر ونومول شول.