د ا.ا.ا رئیس الوزرا د اسلامي هیوادونو د اسلامي هیوادونو د علماوو ټولنې استازو سره وکتل

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۱۹ د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا محترم الحاج ملا محمد حسن اخند نن غرمه د اسلامي هیوادونو د علماوو ټولنې استازو او غړو سره، په داسې حال کې چې په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت سرپرست ډاکتر محمد نعیم وردګ هم حضور درلود، په ارګ کې وکتل. […]

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۱۹

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا محترم الحاج ملا محمد حسن اخند نن غرمه د اسلامي هیوادونو د علماوو ټولنې استازو او غړو سره، په داسې حال کې چې په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت سرپرست ډاکتر محمد نعیم وردګ هم حضور درلود، په ارګ کې وکتل.
په پیل کې، د یادو علماوو په استازیتوب ډاکټر علي قره داغي په افغانستان کې د اسلامي نظام حاکمیت وستایه او دا یې د افغانستان د علماوو، حافظانو او ټولو مجاهدینو د قربانیو نتیجه وبلله وې ویل، الحمدلله ملت له اسلامي امارت څخه خوشحاله دی او ورته یې د لا زیات خدمت د توفیق دعا وکړه.
نوموړي وویل، یاد پلاوی د اسلامي هیوادونو د ۶۴ ټولنو او د څلورو مذاهبو د علماوو په استازیتوب کابل ته راغلی او د اسلامي امارت رهبرۍ ته یې په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.
یادو علمای کرامو وویل، دا مهال د اسلامي نړۍ سترګې تاسو او د فلسطین مجاهدینو ته دي او د افغانستان اسلامي امارت یې د اسلامي نظامونو د یو سمبول په توګه یاد کړ.
د افغانستان اسلامی امارت رئیس الوزرا الحاج ملا محمد حسن اخند د اسلامي هیوادونو د علماوو یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، اوسنی نظام له علماوو جوړ دی او د اسلامي نړۍ د علماوو هڅو او زیار ته د قدر په سترګه ګوري.
محترم رئیس الوزرا زیاته کړه، د فلسطین مظلوم ملت هم د تاریخ په اوږدو کې د افغانانو په څېر له درد او ځور سره مخ شوی دی او له دې وضعیت څخه د وتلو لپاره د اسلامي امت یووالي او اتحاد ته جدي اړتیا ده او دغه دروند مسوولیت یوازې علماء ترسره کولی شي.
الحاج ملا محمد حسن اخند د خپلو خبرو په پای کې وویل، افغانستان دا مهال د زلزلې، سېلابونو او په ډله ییزه توګه د افغان کډوالو د اخراج له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، خو د حل لپاره یې د اسلامي امارت ټول مسوولین په تعهد او اخلاص کار کوي. تر ممکن حده به یو بل سره همکاري کوو او له اوسنیو ستونزو څخه د اسلامي امت د ژغورلو لپاره به ټول یو بل په دعاګانو کې یاد ساتو.