د ا. ا. ا د بهرنیو چارو وزیر له خپل ایراني سیال سره وکتل

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الثاني ۱۱ نن په تهران کي د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي له خپل ایراني سیال ښاغلي حسین امیر عبداللهیان سره د هغه په دفتر کې ناسته ترسره کړه. د ناستې په پیل کې ښاغلي عبداللهیان محترم متقي صاحب او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، خوښي او […]

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الثاني ۱۱

نن په تهران کي د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي له خپل ایراني سیال ښاغلي حسین امیر عبداللهیان سره د هغه په دفتر کې ناسته ترسره کړه.
د ناستې په پیل کې ښاغلي عبداللهیان محترم متقي صاحب او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، خوښي او مننه یې څرګنده کړه چې تیره ورځ یې د فلسطین د قضیې په تړاو دایر شوي کنفرانس کې ګډون او اغیزمنه وینا وکړه. همداراز د ایران خارجه وزیر د فلسطین د قضیې په تړاو د اسلامي امارت د مثبت دریځ ستاینه وکړه.
دغه راز د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او ایران ترمنځ په سیاسي، اقتصادې، تجارتي او ټرانزیټي اړیکو کې د لا پیاوړتیا په موخه د مؤثرو اقداماتو یادونه وکړه.
همداراز متقي صاحب په ایران کې د افغان بندیانو او مهاجرینو د وضعیت او ستونزو د حل په موخه له خپل ایراني سیال سره مفصلي خبري وکړې، چې د یادو شویو مواردو په اړه د ایراني سیال له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د ناستې په پای کي دواړو لوریو د افغانستان-ایران د ديپلوماتيکو اړیکو دسطحي په لوړیدا خبرې اترې تر سره کړې.