د امارتي /دولتي شرکتونو د انسجام خپلواکه اداره رامنځته کیږي

الامارة: ۱۴۴۵ رجب ۹مه نن د امارتي شرکتونو رهبري پلاوي، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري ناستې پر مهال، د امارتي شرکتونو د انسجام او ښه مدیریت په منظور د یوې خپلواکې ادارې رامنځته کېدو په اړه، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د فرمان جزئیات له رسنیو سره شریک […]

الامارة: ۱۴۴۵ رجب ۹مه
نن
د امارتي شرکتونو رهبري پلاوي، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري ناستې پر مهال، د امارتي شرکتونو د انسجام او ښه مدیریت په منظور د یوې خپلواکې ادارې رامنځته کېدو په اړه، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د فرمان جزئیات له رسنیو سره شریک کړل.
د مالیې او اقتصاد وزارتونو سرپرست وزیران، د چارو ادارې او د افغانستان بانک د لویو ریاستونو سرپرست رئیسان، د امارتي شرکتونو د رهبري پلاوي په ترکیب کې شامل دي، چې د مشرۍ دنده یې د محترم مولوي احمد جان بلال پر غاړه ده.
په پیل د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني، د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د امارتي شرکتونو د تنظیم د خپلواکې ادارې رامنځته کېدو په اړه، د مشرتابه فرمان، د هېواد د پرمختګ لپاره یو مهم او حیاتي اقدام وباله او د رسنیو له استازیو یې غوښتنه وکړه چې د خبري پوښښ برخه کې یې د تل په څېر ښه همکاري وکړي.
وروسته د امارتي شرکتونو د رهبرۍ پلاوي رئیس، محترم مولوي احمد جان بلال، په هېواد کې د دولتي شرکتونو رامنځته کېدو د کړنو، فعالیتونو، خدماتو او موخو په اړه، مفصل معلومات وړاندې کړل او د امارتي شرکتونو د تنظیم او ښه مدیریت لپاره، د خپلواکې ادارې رامنځته کېدو په هکله یې، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۲۱مې ګڼې فرمان جزئیات له ګډونوالو او رسنیو سره شریک کړل.
ښاغلي بلال وویل: په دغه فرمان کې د امارتي شرکتونو سمون او ښه مدیریت، د ملي عوایدو لوړول او په بازار کې د انحصار او احتکار مخنیوی، د نوې خپلواکې ادارې د رامنځته کېدو اساسي موخې بلل شوې دي. دغه راز نوموړي زیاته کړه، چې په یاد فرمان کې د امارتي شرکتونو رهبري پلاوي ته دنده سپارل شوې، څو په شپږ میاشتو کې رامنځته کېدونکې ادارې ته د ټولو امارتي شرکتونو د انتقال زمینه برابره کړي.
د محترم بلال په خبره، د مشرتابه د ۲۱مې ګڼې د فرمان پر بنسټ، نوې رامنځته کېدونکې ادارې ته، د کابینې او اقتصادي کمېسیون غړیتوب هم ورکړل شوی دی.
په ورته وخت کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، د تېرې ادارې پر مهال د اشخاصو له خوا د دولتي شرکتونو مدیریت یوه ناسمه چاره وبلله وې ویل، چې د همدې اشخاصو د ناسم مدیریت له امله دولتي شرکتونه د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلي دي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، د امارتي شرکتونو د ښه مدیریت او ګټور فعالیت په منظور، د خپلواکې ادارې رامنځته کېدو په اړه، د عالیقدر امیر المؤمنین (حفظه الله) فرمان یو مدبرانه اقدام وباله او زیاته یې کړه، چې د نوې ادارې فعالیت به هغه وخت لا ښه مؤثر او بریالی وي چې د رهبرۍ لپاره یې یوه مدبر او وړ شخص وټاکل شي.
همدارنګه، د اقتصاد وزارت مرستیال، محترم عبداللطیف نظري، د ملي پراختیا شرکت سرپرست، محترم عبدالرحمن عطاش او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، محترم محمد یونس مومند هم په خپل وار سره ویناوې وکړې او د امارتي شرکتونو د ښه مدیریت، مؤثر فعالیت، با کیفیته تولیداتو او غوره خدمتونو وړاندې کولو برخه کې یې د مشرتابه مقام دغه فرمان یو مهم او ستر اقدام وباله