د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

الامارة: ۱۴۴۵ رجب ۴مه د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو موضوعاتو په اړه هراړخیز بحث وشو. دغې ناستې ته د چارو ادارې لوی ریاست له لوري په راکړه ورکړه کې د بهرنیو اسعارو د مخنیوي طرحه، د ریاست‌الوزراء عالي مقام […]

الامارة: ۱۴۴۵ رجب ۴مه
د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو موضوعاتو په اړه هراړخیز بحث وشو. دغې ناستې ته د چارو ادارې لوی ریاست له لوري په راکړه ورکړه کې د بهرنیو اسعارو د مخنیوي طرحه، د ریاست‌الوزراء عالي مقام له لوري له فتحې مخکې د کابل په تېره اداره د شوکاڼو رویالیټۍ له امله د پاتې پیسو د ورکړې موضوع، د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د کانونو سکټور د عوایدو پالیسۍ مسوده او همدارنګه د افغان تعاون ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري د شمال ډبرو سکرو تصدۍ ریاست سره د تحکیماتي لرګیو د قرارداد د پاتې پیسو د ورکړې موضوع باندې هر اړخیز بحث وشو. تر مفصل بحث وروسته پرېکړه وشوه چې یاد موضوعات دې د تخنیکي کمېټې د نظرونو په نظر کې نیولو سره د نهایي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شي.