د اقتصادي کمیسیون غونډه کې پر مهمو مسائلو بحث او پریکړې وشوې

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الثاني ۱ د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن پنجشنبه د روان لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو. د اقتصادي کمېسیون یادې غونډې ته […]

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الثاني ۱

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن پنجشنبه د روان لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو.
د اقتصادي کمېسیون یادې غونډې ته د هرات ولایت د پل هاشمي سب سټېشن جوړولو، له نورالجهاد سب سټېشن څخه تر پل هاشمي سب سټېشن پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ سنګل سرکټ د انتقال لین او په هرات ولایت کې د ۲۲۰ کیلو ولټ موبایل سب سټېشن پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې تر هراړخیز بحث وروسته یادې پروژې د اقتصادي کمېسیون له لوري په پرنسیپ کې تایید او د نظر اخیستنې لپاره د اوبو او انرژۍ وزارت ته راجع شوې تر څو یې په اړه خپل نظر له اقتصادي معاونیت سره شریک کړي. پر یادو پروژو ۲۵ میلیون ډالره پانګونه کېږي، چې په بشپړېدو سره به یې له ترکمنستان څخه ۱۲۰ کیلو ولټ برېښنا هرات ولایت ته وصل شي.
په یاده غونډه کې همدا راز د ۷۷ ترکي او زولرستان شرکتونو له لوري د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲.۷۵ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژه هم د منظورۍ لپاره وړاندې شوه، چې تر هراړخیز بحث وروسته په پرنسیپ کې تایید او د نظر اخیستنې لپاره اوبو او انرژۍ وزارت ته راجع شوه، څو د یادې پروژې په اړه خپل نظر له اقتصادي معاونیت سره شریک کړي.
د غونډې په پای کې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د بشري مرستو رسوونکو موټرونو د خاک پولي او ترازوګانو د فیس په اړه هم هراړخیز بحث وشو. تر مفصل بحث وروسته پرېکړه وشوه چې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د بشري مرستو رسوونکو موټرونو ته خاک پولي او د ترازوګانو فیس معاف دی او هغه خصوصي ترانسپورټي شرکتونه به بیا دا فیس تادیه کوي، چې د خوړو نړیوال پروګرام سره د بشري مرستو رسولو قراردادونه لري. همدارنګه د خوړو نړیوال پروګرام مکلف وبلل شو څو د ټولو هغو توکو خریداري په افغانستان کې دننه وکړي چې دلته پیدا کېږي.