د اقتصادي معاونیت،ترانسپورت، سوداګرۍ وزارتونو او خصوصي سکتور ترمنځ پرمهمو مسائلو په هکله غونډه وشوه

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الثاني ۱۱ د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په خپل کاري دفتر کې د ترانسپورټ او هوايي چلند او صنعت او سوداګرۍ له محترمو وزیرانو، د مالیې وزارت او خصوصي سکټور له استازو او یوشمېر ملي سوداګرو او صنعتکارانو سره وکتل. په دغه لیدنه کې د بار وړونکو ترانسپورټي […]

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الثاني ۱۱

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په خپل کاري دفتر کې د ترانسپورټ او هوايي چلند او صنعت او سوداګرۍ له محترمو وزیرانو، د مالیې وزارت او خصوصي سکټور له استازو او یوشمېر ملي سوداګرو او صنعتکارانو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې د بار وړونکو ترانسپورټي شرکتونو له لوري تر ټاکل شوې اندازې د زیاتې کرایې اخیستلو، د هېواد په ټولو ګمرکونو کې د بار وړونکو موټرونو د نوبت د تنظیم او همدارنګه د مالیې وزارت له لوري د ملي سوداګرو او صنعتکارانو د مالیاتي اسنادو د بررسۍ په اړه هراړخیز بحث وشو.
تر هراړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د اقتصادي معاونیت د استازي په مشرۍ دې د مالیې، صنعت او سوداګرۍ، ترانسپورټ او هوايي چلند وزارتونو، د سوداګرۍ او پانګونې او همدارنګه د صنعت او معدن خونو له استازو څخه جوړه شوې کمېټه د بار وړونکو ترانسپورټي شرکتونو له لوري تر ټاکل شوې اندازې د زیاتې کرایې اخیستلو او د نوبت په اړه د شته ټولو ستونزو د ارزونې په موخه د هېواد لویو ګمرکونو ته سفر وکړي او خپل راپور دې د اقتصادي معاونیت له مقام سره شریک کړي. همدارنګه پرېکړه وشوه څو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت په مشرۍ د بار وړونکو ترانسپورټي شرکتونو لپاره د کرایې ټاکلو کمېټې ته د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازی هم د دایمي غړي په توګه ور زیات کړل شي.
په غونډه کې تر مفصل بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مکلف دی څو د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د هدایت پر اساس په ټولو ګمرکونو کې د بار وړونکو موټرونو لپاره د نوبت په موخه جوړ شوی طرزالعمل په جدیت سره په دوامدار ډول تطبیق کړي.
د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې د مالیې وزارت له لوري د ملي سوداګرو او صنعتکارانو د مالیاتي اسنادو د بررسۍ کمېټه کې دې د اقتصادي معاونیت استازی هم د غړي په توګه ګډون وکړي او کمېټه دې خپل راپور د اقتصادي معاونیت له مقام سره شریک کړي.