د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د تخنیکي – اقتصادي مطالعاتو (Feasibility Study) د پیل تفاهم لیک لاسلیک شو

الاماره: ۱۴۴۵/شعبان ۱۰ ازبکستان ته د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت او مل پلاوي د سفر په جریان کې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو د پیل اړوند مهم تفاهم لیک د افغانستان، ازبکستان او متحده عربي اماراتو د مسؤلینو له لوري لاسلیک […]

الاماره: ۱۴۴۵/شعبان ۱۰
ازبکستان ته د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت او مل پلاوي د سفر په جریان کې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو د پیل اړوند مهم تفاهم لیک د افغانستان، ازبکستان او متحده عربي اماراتو د مسؤلینو له لوري لاسلیک شو.
دغه تفاهم لیک چې د افغانستان له لوري ښاغلي شرافت، د ازبکستان له لوري د یاد هېواد د ټرانسپورټ وزیر ښاغلي میرزا موئین اوغلي او د متحده عربي اماراتو له لوري د (ADL Ulanish) شرکت رئیس ښاغلي الانیش لاسلیک کړ، په اساس به یې یاد شرکت د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې تخنیکي، اجتماعي او اقتصادي مطالعات (Feasibility Study) په خپل مالي لگښت ترسره کوي او د دغه مطالعاتو نتایج به د افغانستان، ازبکستان او پاکستان هېوادونو له لوري په دغه مهمه پروژه کې د پانگونې د جذب په موخه له نړیوالو مالي بنسټونو، هېوادونو او سوداگرو سره شریکوي.
همدارنگه دغه مراسمو کې وپتیل شوه چې سبا ورځ به د افغانستان، ازبکستان او عربي متحده اماراتو هیئتونه په تاشکند ښار کې په آنلاین ډول د دې پروژې په اړه له پاکستاني او قطري چارواکو سره خبرې وکړي.
یاده دې وي چې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ مهمه پروژه چې د افغانستان له خاورې په تېرېدو د اوسپنې پټلۍ له لارې منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره وصلوي، له مزارشریف څخه پیل او د۶۴۷ کیلومتره په اوږدوالي له سمنگان-بغلان – بامیان – میدان وردگ- لوگر او پکتیا ولایتونو څخه په تیریدلو سره د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې له پاکستان هیواد سره نښلي.
دغه پروژه له کلونو راهیسې تر بحث لاندې وه، چې تر فتحې وروسته یې ابتدایي سروې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان اوسپنې پټلۍ تخنیکي ټیمونو له لوري په بریالیتوب سره ترسره، د ا.ا.ا کابینې له لوري یې مسیر تأیید، د چارو د پرمختگ لپاره یې یو کلن عملیاتي پلان لاسلیک او ابتدایي مطالعات (Pre- Feasibility Study) ترسره شوه، چې په واضح ډول د دې مهمې پروژې د عملي کېدو اړوند د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې او په ټوله کې د ا.ا.ا تعهد او جدیت ښیي.
همدارنگه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره یو ځل بیا هېوادونو، نړیوالو مالي بنسټونو او سوداگرو ته بلنه ورکوي څو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ پروژو کې پانگونه وکړي او خپله دنده بولي چې پانگوالو ته د پانگونې په موخه اړین تسهیلات رامنځ ته کړي.
۹ شعبان ۱۴۴۵ هـ.ق.
۱حوت ۱۴۰۲ هـ.ش.