‎د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ ناسته ترسره شوه

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الثاني ۲۱ نن د پاکستان په اسلام اباد کې د افغانستان-پاکستان د همغږۍ ګډې کمېټې شپږمه غونډه وشوه. یاده کمېټه په نوبتي ډول په کابل او اسلام اباد کې غونډې کوي چې د افغان لوري څخه یې مشري د دفاع وزارت د ستراتیژیکو استخباراتو معین او د کندهار سرپرست والي الحاج ملا […]

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الثاني ۲۱
نن د پاکستان په اسلام اباد کې د افغانستان-پاکستان د همغږۍ ګډې کمېټې شپږمه غونډه وشوه. یاده کمېټه په نوبتي ډول په کابل او اسلام اباد کې غونډې کوي چې د افغان لوري څخه یې مشري د دفاع وزارت د ستراتیژیکو استخباراتو معین او د کندهار سرپرست والي الحاج ملا محمد شیرین اخند کوي.
په دغه ناسته کې به د تېرو غونډو په تعقیب د دواړو هیوادونو ترمينځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د احتمالي منازعاتو د هواري او دواړو خواوو ته د پرتو ولسونو لپاره د تسهیلاتو د رامنځته کېدو په تړاو بحثونه کیږي او ګټور او اړین تصامیم به نیول کیږي.