د اطلاعات او کلتور رياست له لوري د کندهار اوسېدونکو ته د امیر المؤمنین شیخ صاحب -حفظه الله تعالی- د اختريز پيغام د وېش لړۍ دوام لري.

  د شنبې په ورځ د کندهار د اطلاعات او کلتور رياست له لوري د امیر المومنین شیخ صاحب حفظه الله اختريز پيغامونه چاپ او پر ولسي وګړو ئې د وېش لړۍ شروع سول. د امیر المومنین شیخ صاحب حفظه الله اختريز پیغام په ډېر ښه ډول چاپ سوی، وېش ئې د کندهار د شهيدانو […]

 

د شنبې په ورځ د کندهار د اطلاعات او کلتور رياست له لوري د امیر المومنین شیخ صاحب حفظه الله اختريز پيغامونه چاپ او پر ولسي وګړو ئې د وېش لړۍ شروع سول.

د امیر المومنین شیخ صاحب حفظه الله اختريز پیغام په ډېر ښه ډول چاپ سوی، وېش ئې د کندهار د شهيدانو چوک څخه شروع تر هرات دروازې، چهار سو، نوي سړک او د ښار نورو برخو ته هم ورسول سو.
د دې تر څنګ د ولسواليو ټولو وګړو ته هم د امیر المومنین شیخ صاحب حفظه الله اختریز پيغام ورسېد، اوس ئې هم په ښار او ولسواليو کي د وېش لړۍ دوام لري.