د اسلامي‌امارت د استخباراتو د ادارې د تسلیت او بیعت پیغام

د اسلام د رېښتيني خادم اميرالمٶمنين ملا اختر محمد منصور تقبله الله د شهادت په مناسبت د اسلامي امارت د استخباراتو د ادارې د تسليت پيغام . نحمده ونصلی علی رسوله الکریم امابعد !  فقد قال الله تبارک وتعالی فی القرآن العظیم : مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ […]

د اسلام د رېښتيني خادم اميرالمٶمنين ملا اختر محمد منصور تقبله الله د شهادت په مناسبت د اسلامي امارت د استخباراتو د ادارې د تسليت پيغام .

نحمده ونصلی علی رسوله الکریم امابعد !  فقد قال الله تبارک وتعالی فی القرآن العظیم : مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا  . الأحزاب : ۲۳

د افغانستان اسلامي امارت د استخباراتو د ادارې مسؤل معاونین او ټول ملګري  د اميرالمٶمنين شهید ملا اختر محمد منصور تقبله الله د شهادت په مناسبت د افغانستان اتل، قهرمان، اومجاهد اولس، ټول امت مسلمه او په ځانګړي ډول د شهید امیرالمؤمنین تقبله الله ویرجنې کورنۍ ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي او د الله تعالی له دربار څخه شهید امیرالمؤمنین ته د جنت الفردوس غوښتنه کوي، الله تعالی دې د اميرالمٶمنين تقبله الله قربانى، تکليفونه او د اسلام په لار کي کړي خدمتونه قبول او منظور وګرځوي الله جل جلاله دې د امیر المؤمنین د سپېڅلو وینو د هر څاڅکي په بدل او برکت سره په ګران شهید پروره هیواد کې سپېڅلی اسلامي نظام حاکم کړي  او الله تعالى دې د نوموړې کورنۍ، دوستانو، مجاهدینو، رهبري شورا غړو او د اسلامي امارت ټولو قدرمنو مشرانو ته په دې ستر مصیبت ، صبر جمیل او اجر عظیم او نعم البدل ورنصیب کړى. انالله واناالیه راجعون .

او همداراز د افغانستان اسلامي امارت د استخباراتو د ادارې ټول منسوبین د نوي زعیم (عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث والتفسیر هیبت الله اخندزاده صاحب ) سره خپل بیعت په لاندې ټکو اعلانوي  .

نبایعو امیرنا خادم الاسلام و المسلمین  امیرالمؤمنین  حفظه الله المتین معلم القرآن و الحدیث الشیخ الفاضل هیبت الله اخندزاده صاحب علی السمع والطاعة فی العسر و الیسر والمنشط والمکره وعلی اثرة علینا و علی ان لا ننازع الامر اهله الا ان نرا کفراً بواحاً عندنامن الله فیه برهان وعلی ان نقول بالحق اینما کنا لانخاف فی الله لومة لائم و الله علی مانقول شهید

والسلام