د۱۰ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۴ بېلابېلې پروژې منظورې شوې.

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الثاني ۲۷ د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې د ۲۷ پروژو له جملې د شاوخوا ۱۰ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۴ پروژې منظورې شوې. منظور شویو پروژو کې د پارنده پنجشیر د مایکرو هایدل برېښنا بند جوړولو، زابل ولایت کې […]

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الثاني ۲۷
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې د ۲۷ پروژو له جملې د شاوخوا ۱۰ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۴ پروژې منظورې شوې.

منظور شویو پروژو کې د پارنده پنجشیر د مایکرو هایدل برېښنا بند جوړولو، زابل ولایت کې د توري بند د پاتې چارو بشپړولو، کابل ښار کې د ځینو مهم سړکونو اساسي جوړونې، په بېلابېلو ولایتونو کې هېوادوالو ته د برېښنا رسولو، پر ښارونو سربېره لرې پرتو سیمو کې هېوادوالو ته د باکیفیته او چټکو انټرنيټي خدمتونو وړاندې کول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي.