‎ترکمنستان سره د ۲۰۲۴ کال د برېښنا د پېر تړون نوی او پر یو شمېر پروژو خبرې وشوې

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الثاني ۱۸ د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس الحاج ملا محمد حنیف حمزه او ورسره مل پلاوي ترکمستان هېواد ته په خپل دوه ورځني سفر کې د دغه هېواد د انرژۍ وزیر انناګلدی سپروف، د ترکمن انرگو اجرائیوي رئیس دوردي الیاسوف او د ترکمن انرگو ساختماني ریاست مسئولینو سره وکتل. د […]

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الثاني ۱۸

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس الحاج ملا محمد حنیف حمزه او ورسره مل پلاوي ترکمستان هېواد ته په خپل دوه ورځني سفر کې د دغه هېواد د انرژۍ وزیر انناګلدی سپروف، د ترکمن انرگو اجرائیوي رئیس دوردي الیاسوف او د ترکمن انرگو ساختماني ریاست مسئولینو سره وکتل.
د لیدنو په دې لړ کې لومړی د ۲۰۲۴ کال لپاره د انرژۍ د تورید تړون لاسلیک شو، چې ددې تړون پر بنسټ به په څلورو مسیرونو (اندخوی، آقینې، بادغیس او تورغونډۍ ـ هرات) لینونو کي تر ۱.۸ میلیارده کیلووات في ساعت انرژي تورید کړي.
همداراز د شبرغان څخه تر ارغندۍ پوري د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي د چارو د بشپړېدو (چې تېره هفته یې د چارو بیا پیل افتتاح وشوه) او په دغه لین کې د ترکمنستان هیواد څخه د زیاتې برېښنا د پېر ډاډ هم ترکمن انرګو ته ورکړل شو.
بلخوا هرات ولایت کې د نورالجهاد سب سټېشن پروژه چې قرارداد یې د برېښنا او ترکمن انرگو شرکتونو ترمنځ لاسلیک شوی هم هر اړخیزې خبرې وشوې او له ترکمن انرګو څخه غوښتنه وشوه چې د یاد سب سټېشن چارې هرڅه ژر تکمیل کړي.

ترکمن لوري د حاجي حمزه صاحب په مشرۍ د افغانستان برېښنا شرکت د غوره مدیریت او رهبرۍ څخه په مننې
زیاته کړه، دا چي د اسلامي امارت تر واکمنۍ وروسته موږ ته ټولې پیسې پر ټاکلي وخت رسېدلي موږ نور هم امیدواره شوي یو چې خپلي همکارۍ زیاتي کړو او تاسو ته د لا زیاتو همکاریو ډاډ درکوو.