افغان پلاوي له ازبکستان سره د بریښنا د پرچاوۍ ستونزې شریکې او تازه تړون یې ورسره لاسلیک کړ

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الثاني ۱ د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس الحاج ملا محمد حنیف حمزه او ورسره مل تخنیکي پلاوی تاشکند ته خپل سفر کې د ازبکستان هېواد برېښنا وزیر او هغه هیواد د برېښنا ملي شرکت له عمومي رئیس سره ګډه ناسته وکړه. ښاغلي حمزه صاحب د ازبیکستان هېواد له همکاریو مننه […]

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الثاني ۱
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس الحاج ملا محمد حنیف حمزه او ورسره مل تخنیکي پلاوی تاشکند ته خپل سفر کې د ازبکستان هېواد برېښنا وزیر او هغه هیواد د برېښنا ملي شرکت له عمومي رئیس سره ګډه ناسته وکړه.
ښاغلي حمزه صاحب د ازبیکستان هېواد له همکاریو مننه وکړه او د

‏برېښنا کچې زیاتوالي، برېښنا تعرفې ټیټولو، د برېښنا شرکت تختیکي کارکوونکو ته د وېزې ستونزو حل او د سرخان پلخمري برېښنا پروژې په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي حمزه صاحب د ازبیکستان هېواد د انرژۍ وزیر ته د برېښنا تخنیکي ستونزې په اړه وویل، چې افغانستان کې د برېښنا کمښت له امله عامو وګړو‏سربېره صنعتي، تجارتي او دولتي تاسیساتو ته برېښنا بسنه نه کوي او له دې امله ګڼې ستونزې رامنځته شوي دي، چې باید پر وخت حل او د برېښنا مقدار کي زیاتوالی راشي.
د ازبیکستان هېواد انرژۍ وزیر وویل چي ددوی هېواد کې د برېښنا تخنیکي ستونزې له امله پرچاوۍ تطبیق کیږي او د دریو دستګاوو، ‏تخنیکي ستونزو پر حل چټک کار روان دی.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د یادو دستګاوو په بشپړېدو سره به د تړون مطابق افغانستان ته برېښنا ورکوي.
افغانستان له ازبیکستان هېواد څخه د نورو برېښنا صادروونکو هېوادونو په څېر برېښنا‏پېري چې د هر کال لپاره یې تړون نوی کیږي او د ۲۰۲۴ کال لپاره له دې هېواد څخه د برېښنا پېرودلو تړون نن تمدید او لاسلیک شو.