ازبکستان په افغانستان کې پر ۱۶۰۰ هکتاره ځمکه بڼونه او کرنیزې ځمکې جوړوي

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۱۱ د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د ازبکستان د کرنې وزارت د چارواکو ترمنځ د درې جلا هوکړه لیکونو پر بنسټ، د ازبیکستان هېواد په افغانستان کې پر ۱۶۰۰ هکتاره ځمکه د انګورو بڼونه، د څاڅکي اوبو خور په سیستم سمبال بڼونه، د غنمو، پنبې، خټکي او […]

الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۱۱
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د ازبکستان د کرنې وزارت د چارواکو ترمنځ د درې جلا هوکړه لیکونو پر بنسټ، د ازبیکستان هېواد په افغانستان کې پر ۱۶۰۰ هکتاره ځمکه د انګورو بڼونه، د څاڅکي اوبو خور په سیستم سمبال بڼونه، د غنمو، پنبې، خټکي او سبو کروندې جوړوي.
دغه هوکړه لیکونه د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني، د ازبیکستان د کرنې وزیر جمشید خواجه یوف او د دواړو هېوادونو د یو شمېر چارواکو په حضور کې د دواړو هېوادونو د کرنې د چارواکو له خوا د ازبیکستان پلازمېنه تاشکند کې لاسلیک شول.
ددې هوکړه لیک پر بنسټ، ټاکل شوې، چې د ازبیکستان هېواد په بېلا بېلو برخو لکه؛ په ۱۰۰ هکتاره ځمکه کې د بېلابېلو بڼونو جوړول، په ۵۰۰ هکتاره ځمکه کې بېلابېلو مېوه لرونکو بڼونو لپاره د څاڅکي اوبوخور سیستم جوړول، په ۵۰۰ هکتاره ځمکه کې د غنمو او پنبې اصلاح شوي تخمونه کرل اوپه ۵۰۰ هکتاره ځمکه کې د بېلابېلو سبو او خټکيو د کرکیلې په برخه کې د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سره همکاري وکړي.
دغه بڼونه او کروندې د ازبیکستان هېواد په تخنیکي او مالي مرسته او د افغانستان د کرنې سکتور د متخصصینو په همکارۍ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په ۱۶۰۰ هکتاره ځمکه کې، چې مناسبې اوبه، خاوره او اقلیم ولري جوړېږي.
دغه هوکړه لیکونه ازبیکستان ته د افغانستان د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلاوي د سفر په ترڅ کې د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د چارواکو او د ازبیکستان هېواد دکرنې وزارت د انګورو بڼونو، اصلاح شویو تخمونو او سبو د پانګونې برخې د چارواکو ترمنځ لاسلیک شول.