ارزګان ولایت مرکزترینکوټ کې د ا.ا.ا د بنسټ ایښودونکي عالیقدر امیرالمؤمنین ملامحمد عمرمجاهد{رحمه الله}دنهم تلین او دثور ۸ مه د اسلامي انقلاب دبریاپه مناسبت لمانځ غونډه ترسره سوه

  ارزګان باختر خبري اژانس ۲۷رمضان المبارک۱۴۴۳ هــ ق نن پنج شنبه دارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ا.ا.ا د بنسټ ایښودونکي امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد(رحمه الله)نهم تلین او د ثور ۸ مه د اسلامي انقلاب د بریا ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د […]

 

ارزګان باختر خبري اژانس
۲۷رمضان المبارک۱۴۴۳ هــ ق نن پنج شنبه دارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ا.ا.ا د بنسټ ایښودونکي امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد(رحمه الله)نهم تلین او د ثور ۸ مه د اسلامي انقلاب د بریا ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ولایت مرکزی جامع جمات کې ولمانځل شول.

یاده غونډه، دمرکزترینکوټ په مرکزی جامع جماعت کې جوړه شوې وه، غونډه لومړي دقران الکریم په ځو مبارکو ایاتونو سره راپیل سوه،
په یاده غونډه کي دارشاد، وحج اوقافو رئیس محترم مولوي عطاءالله خادم ددی ولایت ښار وال محترم هنر مولوي صاحب د ارزګان د اطلاعات او فرهنګ رییس محمد اصف ، ددې ریاست کارکوونکو، د یوشمېر نورو دولتي ادارو ریسانو، قومي، دیني عالمانو، قومي مخورو، ځوانانو او د سیمه ییزو رسنیو استازو پکښي ګډون کړی و.

غونډه کې د ګڼو ویناوالو له خوا د امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله) دجهادي شخصیت، ژوند، قربانیو او سرښندو پر شالید بحث وشو او همدارنګه د غوایي (ثور) د ۸ مې نیټې د اسلامي انقلاب د بریا د ورځې په خاطر علما کرامو او مجاهدینو بیانونه وکړه.
د ارزګان د ارشاد حج اوقاف ریاست رییس خادم مولوي صاحب وویل، هر اشغالګر چي د افغانستان د اشغال لپاره اقدام کړی دی، نو د مجاهد ملت لخوا د سختي ماتي سره مخ سوی او په شرمنکانه توګه یې پښې سپکي کړي.
هغه وویل، افغانان هیڅکله پردېو ته اجازه نه ورکوي چي پر دې پاکي خاوري تجاوز وکړي.
په وینایې، د اسلامي او شرعي اصولو پلي کولو برخه کي لا نورو قربانیو ورکولو ته چمتو دي او دې ډګر کي تر هرچاه لومړیتوب لري.

دیني عالم حاجي خطیب صاحب بیا ټول مسلمانان یووالي او ورور ولی او اوسنی اسلامی حاکم نظام دملاتړ لپاره ئ خلګ رابلل.
هغه وویل، افغانانو کلونه دې ورځي ته انتظار وکړ چي په ټول هیواد کي امن تامین او شرعیت په مکمله توګه پلي دی، چي نن الحمدلله دا ورځ راغله موږ او تاسو باید ددی ورځی او دا.ا.ا. قدرداني وکړو.

ننی غونډه ددعائیې په ویلو سره پای ته ورسېده.
نیټه: ۱۴۴۳/۹/۲۷ هــ ق