د اسلامي امارت د ترحم پراخه غیږه 

دافغانستان اسلامي امارت یو امتیاز دمعاصري نړۍ له زیاترو حکومتونو او خوځښتونو څخه دادی چي په اشداء علی الکفار رحماء بینهم باندي عمل کوي، امارت د نبوي منهج پردغه سپېڅلې لاره باندي ماضي کي د تګ ځلانده مخینه لري، حال کي یې پر همد ې مسیر د تګ عیني شاهدان یو او راتلونکي کي دهمدې […]

دافغانستان اسلامي امارت یو امتیاز دمعاصري نړۍ له زیاترو حکومتونو او خوځښتونو څخه دادی چي په اشداء علی الکفار رحماء بینهم باندي عمل کوي، امارت د نبوي منهج پردغه سپېڅلې لاره باندي ماضي کي د تګ ځلانده مخینه لري، حال کي یې پر همد ې مسیر د تګ عیني شاهدان یو او راتلونکي کي دهمدې پالیسۍ د تعقیب او عملي کولو ټینګ عزم لري .

د اسلامي امارت  زعیم امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور حفظه الله په ټولو مجاهدینو باندي د یو لیک له لاري  ږغ کړی چي اسلامي  امارت خپل کور وګڼي او په  ګډه سره دې  کور کي داسلام او هیواد خدمت ته دوام ورکړي .

په د ې لیک کي راغلي چي امارت د کوم فرد او ډلي ملکیت نه دی بلکي اسلامي امارت د ټولو مسلمانانو او مجاهدینوکور او دخدمت ځای دی.

منصور صاحب هغو کسانو ته په اشاره  چي د نوې رهبرۍ په  غوراوي باندي څه ملا حظات لري وایې چي خپل ځانونه دي پردي نه بولي، خپل نظر او د خیر خواهۍ مشورې دي داسلامي امارت سره مطرح کړي، امارت ددوی نظرونو او مشوروته هر کلی وایې ا وقدر یې کوي .ځکه په طرف نیولو کي اسلام او جهاد ته زیان رسیږي او برعکس داسلام قسم خوړلي  دښمنان له دې وضعیت څخه د ځان په  ګټه کار اخلي.

 داسلامي امارت زعیم امیرالمؤمنین منصور صاحب دهغو کسانو په اړه چي تراوسه یې ځانونه په فاصله کي نیولي ویلي چي :« زه له خپل جانبه د خپل الهي مسؤلیت د رفع کولو لپاره یو ځل بیا دا خبره واضحه کوم، چې هغه وروڼه چې تراوسه یي ځانونه د څه ملاحظاتو له امله په فاصله کې ساتلي موږ دوی ته د خپلو وروڼو او مجاهدینو په نظر ګورو او د ورورۍ او اتحاد لاس وراوږدوو، اسلامي امارت د دوی او زموږ ګډ کور او د خدمت صف دی، په دې صف کې د خدمت بلنه ورکوم، دغه صف دوی ته اړتیا لري او باید د فعال ساتلو او پرمختګ لپاره یې خپل خدمت ونه سپموي، په دي صف کې به دوی ته تر هیچا کم ونه کتل شي او نه به درأیې او نظر د دې مخالفت له امله ورسره کوم توپیري چلند وشي بلکې لکه څنګه چې د اسلامي امارت پالیسي ده له ټولو مجاهدینو او منسوبینو سره به یوازې د شریعت په رڼا کې چلند کیږي ».

عالیقدر منصور صاحب ویلي چي ټول مجاهدین باید یو تربله دخوږو وروڼو په شان چلند وکړي، د بدګومانیو څخه ځانونه وساتي، د ناوړه الفاظو، کرکي ا وبد نیت څخه ځانونه وژغوري، د محبت  او وروګلوۍ په فضاء کي خپل جهاد او ټولنیز خدمت ادامه ورکړي .نوموړي ویلي چي دجهاد او اسلام علیاګټو ته په پام سره خپل وړانديزونه، مشورې او طرزالعملونه  باید په کور دننه وړاندي شي، چي له یوې خوا حل لاري ورته ولټول شي او له بلي خوا د دښمن له تخریب او پرو پاګنډ سره مرسته ونه کړي .

د اسلامي امارت نوی زعیم امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور صاحب د اسلامي امارت د مؤسس دشر او فساد او صلیبیي یرغل پر ضد د ستر داعي او مجاهد امیر المؤمین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په پیروي په اشداء علی الکفار رحماء بینهم باندي کلک باور لري او د جهاد او خدمت پر همدغي تګلاري خپل اجراات کوي .