د اسلامي امارت د مؤسساتو کميسيون د مشر او غړو تسليت او بعيت پيغام

د اسلامي امارت د مؤسساتو د کميسيوت مشرتابه او د کميسيون ټول غړي د شهيد اميرالمؤمنين ملا اختر محمد منصور رحمه الله د وياړمن شهادت په اړه د مرحوم درنې کورنۍ، د افغانستان مسلمان ولس، ټول اسلامي امت، په سنګر کې ناستو مجاهدينو او د اسلامي امارت نوي زعامت او مخلصينو ته د زړه له […]

د اسلامي امارت د مؤسساتو د کميسيوت مشرتابه او د کميسيون ټول غړي د شهيد اميرالمؤمنين ملا اختر محمد منصور رحمه الله د وياړمن شهادت په اړه د مرحوم درنې کورنۍ، د افغانستان مسلمان ولس، ټول اسلامي امت، په سنګر کې ناستو مجاهدينو او د اسلامي امارت نوي زعامت او مخلصينو ته د زړه له کومي تسليت وايو، الله تعالی دي د منصور صاحب رحمه الله شهادت قبول کړي، کورنۍ او ټولو خواخوږو ته دي صبر جميل او اجر جزيل نصيب کړي، امين.

موږ د اسلامي امارت د اهل حل والعقد شورا لخوا له ټاکل شوي اميرالمؤمنين شيخ الحديث هبت الله اخندزاده صاحب سره د الله په کتاب او د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په سنتو، د خلفاء راشدينو په تګلاره او د اهل سنت ولاجماعة د منهج مطابق په ټولو معروفو کارونو کې علی السمع والطاعة بيعت کوو او هر امر ته يې په سختي او اسانۍ کې لبيک وايو او خپله اخندزاده صاحب حفظه الله او مرستيالانو ته یې له الله تعالی څخه توفيق غواړو او د خپلې هر راز همکارۍ او فرمانبردارۍ اطمنان ورکوو.

وسلام د افغانستان اسلامي امارت د مؤسساتو د کميسيون مشر او غړي