د الحاج مولوي عبدالغفور د شلو ولاياتو د زراعت ادارې د مسئول تعزيت او بيعت

زموږ تاريخ له همدا ډول سرښندنو او فدا کاريو ډک دی، موږ فخر کوو چې زموږ امير د خپلې داعيې په لار کې خپل پروردګار ته د خپل ايمان له ثبوت سره ورغی، الله جل جلاله دې د اميرالمؤمنين ملا اخترمحمد منصور شهادت قبول کړي او الله تعالی دي يې برکات په ټوله کورنۍ او […]

زموږ تاريخ له همدا ډول سرښندنو او فدا کاريو ډک دی، موږ فخر کوو چې زموږ امير د خپلې داعيې په لار کې خپل پروردګار ته د خپل ايمان له ثبوت سره ورغی، الله جل جلاله دې د اميرالمؤمنين ملا اخترمحمد منصور شهادت قبول کړي او الله تعالی دي يې برکات په ټوله کورنۍ او امارت کېږدي.

په همدې مناسبت خپل نوي اميرالمؤمنين شيخ الحديث هبت الله اخندزاده ته مبارکي وايم او ورسره د خپلې کورنۍ، ملګرو، مجاهدينو او خواخوږو په استازيتوب بيعت اعلانوم، د شريعت مطابق هر امر ته يې لبيک وايو او الله جل جلاله نه غواړو چې په دې ستر امتحان کې زموږ شيخ امير سوبمن تر خپل منزله ورسوي. آمين

الحاج مولوي عبدالغفور د ننګرهار ولايت د زراعت پخوانی او د شلو ولاياتو د زراعت بر حاله مسئول